اروپایي ټولنې استازی: د طالب بندیانو خوشي کولو چاره کې دې احتیاط وشي

د عکس سرچینه، EU in Afghanistan
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی رولنډ کوبیا د دوشنبې په ورځ د افغان حکومت له خوا د طالب بندیانو خوشي کولو ته په اشاره وايي، که د بندیانو ازادول د باور جوړولو لپاره وي، نو باید تلپاتې اوربند ورپسې وي.
د اروپایي ټولنې استازی په داسې وخت کې دا څرګندونې کوي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کوچني اختر پر لومړۍ ورځ د دوو زرو طالب بندیانو د خوشي کولو خبره وکړه.
ولسمشر غني وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ور سره ټلیفوني خبرو کې د دې پرېکړې هرکلی کړی، خو د اروپايي ټولنې استازی رولنډ کوبیا وایي، له اوربند پرته نور بندیان خوشي کول د یوې خوا ځواکمنول دي
نوموړی ټوېټر کې زیاتوي: پخواني وسلوال خوشي کول چې بیا سبا وسله پورته کولی شي-دا هغه څه دي- چې د باور په ځای د نورو تسلط زیاتوي، ځکه باید د اصولو له مخې وي.
سل تنه نور طالب بندیان هم خوشي شول:

د عکس سرچینه، Afghan government handout
بل لور ته افغان حکومت د دوشنبې په ورځ د وسلوالو طالبانو سل بندیان له بګرام زندان خوشي کړل.
په امنیت شورا کې د سولې او ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي چارو مشر انتظار خادم د بي بي سي خبریال ندیم اشرف ته وویل، دا بندیان د طالبانو له نوملړ سره سم خوشي کېږي، خو هغه کسان پکې نه راځي چې قانوني ستونزې ولري.
د نوموړي په خبره، د بندیانو د خوشي کولو بهیر به راتلونکو ورځو کې هم روان وي.
د بندیانو دا خوشي کول د امریکا او طالبانو د سولې تړون برخه ده او دې دواړو لورو د افغان حکومت د ورورستۍ پرېکړې هرکلی کړی دی.
ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ د اختر لمانځه وروسته وینا کې وویل، د طالب بندیانو د خوشي کولو لړۍ به چټکه کړي.
نوموړي له طالبانو هم وغوښتل چې د حکومت بندیان خوشي کړي.
افغان ولسمشر تېر ماښام بیا وویل، د ښه نیت لپاره دوه زره طالب بندیان خوشي کوي.
د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وایي، حکومت دا ګام د طالبانو له خوا د اوربند د اعلان په ځواب کې پورته کوي.
غني او پمپیو خبرې

د عکس سرچینه، ARG
له بلې خوا افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، تېره شپه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له نوموړي او ډاکټر عبدالله سره ټلیفوني خبرې درلودې.
نوموړی خپل ټوېټ کې زیاتوي، ښاغلي پمپیو د دوه زره طالب بندیانو د خوشي کولو په هکله د دوی د پرېکړې هرکلی وکړ:
"هغه(مایک پمپیو) دا هم وویل، چې امریکا به اوږدمهالي اوربند او د افغانانو خپلمنځي خبرو پیلولو لپاره فشار واچوي".
ښاغلي شاهین لیکلي، د دوحې په تړون کې د پنځه زره طالب بندیانو خوشي کولو شرط د باور فضا رامنځته کولو لپاره و.
نوموړي ټینګار کړی چې دا بهیر باید ژر بشپړ شي او د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې پراته خنډونه لېرې شي.
طالبانو د کوچني اختر په شپه درې ورځې اوربند اعلان کړ او په غبرګون کې ولسمشر غني هم خپلو ځواکونو لارښوونه وکړه چې پر طالبانو دې بریدونه نه کوي.
د ښکېلو لورو دا ګام د امریکا، ناټو، ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو له هرکلي سره مخ شو.

د دواړو لورو د بندیانو خوشي کول د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره مهم بلل کېږي.
پکار و د بندیانو خوشي کولو لړۍ د مارچ لومړیو کې پیل شوې وی، مګر په ځند او د اپرېل میاشتې لومړیو کې پیل شوه، چې پکې نږدې زر طالب بندیان او د طالبانو له خوا ۲۷۶ تنه چې دا ډله یې حکومتي بندیان بولي خوشي شول.
خو وروسته حکومت وویل، که طالبان د حکومت نور بندیان خوشي نه کړي، دوی یې هم زندانیان نه خوشي کوي.








