خلیلزاد له ملا برادر سره د بندیانو په چټک خلاصون غږېدلی

د عکس سرچینه، Getty Images
له افغان زندانونو د طالب بندیانو د خلاصون په درشل کې، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر او د دې ډلې مرستیال ملا برادر د بندیانو د چټک خلاصون په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټوېټر لیکلي، په دې خبرو کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي مطلق القحطاني سره هم د بندیانو د چټک خلاصون او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل او د امریکا- طالبانو ترمنځ د هوکړې د بشپړ تطبیق په اړه بحث شوی.
تېره چارشنبه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، خلیلزاد د مې پر پنځمه دوحې ته روان شوی او بیا به نوي ډیلي او اسلام اباد ته هم ولاړ شي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي وو، چې خلیلزاد په دوحه کې له طالب استازو سره د امریکا- طالبانو ترمنځ د هوکړې پر بشپړ تطبیق وغږېږي او له هندي چارواکو سره به د افغانستان او سیمې د سولې تلپاتې بهیر پر اهمیت بحث وکړي.
په پام کې ده چې ښاغلی خلیلزاد به اسلام اباد کې کې له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې بهیر وغږېږي او د تاوتریخوالي پر سم لاسي کمېدو او د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو لپاره د مهالوېش په اړه د ملاتړ غوښتنه وکړي.
امریکا او طالبانو د تېرې فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه.

د عکس سرچینه، Taliban
د سولې په دې هوکړه لیک کې د مارچ تر ۱۰ مې د بین الافغاني مذاکراتو تر پیلېدا مخکې، له افغان زندانونو د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او له طالبانو سره د ۱۰۰۰ حکومتي ځواکونو د بندیانو خوشي کېدو غوښتنه شوې، خو تر یادې نېټې له دواړو خواوو بندیان خلاص نه شول او دا بهیر وځنډېد.
تر اوسه افغان حکومت د طالبانو تر نهه سوو ډېر طالب بندیان او طالبانو د حکومت تر ۱۲۰ ډېر بندیان خوشي کړي.









