افغان حکومت: که زموږ نور بندیان خوشي نشي، اړ نه یو چې طالب بندیان خوشي کړو

د عکس سرچینه، javed Faisal Facebook
افغان حکومت وایي، طالبانو تر دې دمه هغومره دولتي سرتیري نه دي خوشي کړي چې ژمنه یې کړې وه، او که د حکومت له خوا د خوشي شویو طالب بندیانو په مقابل کې ۲۰۰ دولتي سرتیري خوشي نکړي نو حکومت مکلف نه دی چې نور طالب زندانیان خوشي کړي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل نن د دوشنبې په ورځ(د مې ۱۱) کابل کې یوه خبري غونډې ته وویل، طالبان لا هم پر تاوتریخوالي باور لري او د سولې لپاره کومه طرحه نه لري.
ښاغلي فیصل وویل د طالبانو له خوا ۱۷۱ تنه خوشي شوي، خو په دې کې د ده په وینا یوازې ۱۰۵ تنه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي دي.
د امنیت شورا ویاند ټینګار وکړ چې حکومت ۱۰۰۰ تنه طالب بندیان خوشي کړي نو طالبان یې باید په مقابل کې په قطر کې له امریکا سره د شوې هوکړې سره سم ۲۰۰ دولتي سرتیري خوشي کړې.
د طالبانو غبرګون:
خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي سره خبرو کې د ملي امنیت شورا دا څرګندونې رد کړې دي او پروپاګند یې بللې دي.
ښاغلی مجاهد وایي، طالبانو خپل مسولیت ترسره کړی او تر دې دمه یې شاوخوا ۲۳۰ تنه حکومتي زندانیان خوشي کړي، چې دې ډله کې وروستي ۴۷ تنه نن دوشنبه پرېښودل شوي.

د عکس سرچینه، ONSC
د ملي امنیت شورا ویاند خپله خبري ناسته کې له طالبانو وغوښتل چې د هغو ۶۱۰ افغان سرتیرو د برخلیک په اړه باید وضاحت ورکړي چې حکومت یې لېست دې ډلې ته سپارلی دی. د ښاغلي فیصل د وینا له مخې د طالبانو له خوا حکومت ته په ورکړل شوي لېست کې یوازې ۹۸ افغان سرتیري شامل دي او د پاتې ۶۱۰ سرتیرو نومونه دې نوملړ کې نشته.
ښاغلي فیصل ټینګار وکړ چې طالبان د حکومت له خوا ور سپارل شوی لېست نه شي تاییدلی ځکه د ده په وینا دا سرتیري له دې ډلې سره نشته. هغه طالبان وننګول چې باید په دې اړه وضاحت ورکړي او که وژل شوي هم وي نو د اسیرانو وژنه د ده په وینا جنګي جرم دی.
دی زیاتوي، که دا زندانیان له دوی څخه تلف شوي وي افغان حکومت مکلف نه دی چې د هوکړې له مخې نور زندانیان خوشي کړي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، حکومت دوی ته ور سپارلي لېست کې داسې کسانو نومونه هم اچولي چې ورک دي او یا داعش ډلې سره جګړو کې وژل شوي دي.
ښاغلی مجاهد وایي، طالبانو د بندیانو د خلاصون او تبادلې ژمنه کړې وه، خو د لادرکه کسانو د موندلو ژمنه یې نه ده کړې.
د بندیانو د خلاصون پروسه:
ملي امنیت شورا ویاند وايي دا چې افغان دولت زر تنه طالبان خوشي کړي نو د وړاندې شوې تناسب له مخې - یو د پنځو په مقابل کې- طالبان باید د امنیتي او دفاعي ځواکونو ۲۰۰ غړي خوشي کړي.
"دا چې د سولې پروسه چټکه شي طالبان دې ژر تر ژره د افغان او امنیتي ځواکونو غړي خوشي کړي، ولسي خلک دې نه تښتوي، هغه څوک چې ورسره په زندان کې دي، له شرط پرته دې یې خوشي کړي، د افغانستان د خلکو پر وړاندې روان تاوتریخوالی دې ودروي."
خو د طالبانو ویاند یې ځواب کې ویلي چې دوی له خپلې خوا د بندیانو خلاصون لپاره سم میکانیزم جوړ کړی و، خو حکومت دې ته اړ ایستل چې دوی خپل تخنیکي پلاوی له کابله بېرته ور وغواړي.









