ولسمشر غني د دوه زره طالب بندیانو د خوشي کولو امر وکړ

غني

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ولسمشر غني د دوه سوه طالب بندیانو د خوشي کولو امر کړی دی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني یکشنبه ماښام په ارګ کې له یوې غونډې وروسته امر کړی چې د حسن نیت په موخه دې دوه زره نور طالب بندیان هم خوشي شي. د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وایي، حکومت دا ګام د اوربند په اړه د طالبانو اعلان ته د غبرګون په توګه پورته کوي.

د ارګ په اعلامیه کې د دې بندیانو د خوشي کولو کره نېټه نه ده یاده شوې، خو د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند وایي، ولسمشر غني د دې پروسې د پیلولو امر کړی دی.

د طالبانو غبرګون:

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه د افغان حکومت دا پرېکړه یو ښه ګام بللی او وایي، طالبان هم د حکومت د زندانیانو خوشي کولو ته ژمن دي.

ښاغلي شاهین لیکلي، د دوحې په تړون کې د پنځه زره طالب بندیانو خوشي کولو شرط د باور فضا رامنځته کولو لپاره و.

نوموړي ټینګار کړی چې دا بهیر باید ژر بشپړ شي او د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې پراته خنډونه لېرې شي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

یاده دې وي چې افغان حکومت تر دې دمه شاوخوا زر تنه طالب بندیان خوشي کړي دي او همدا راز طالبانو هم له خپل لوري څه باندې دوه نیم سوه زندانیان خوشي کړي.

ولسمشر غني د یکشنبې پر سهار د کوچني اختر په پیغام کې وویل چې ژر به د طالب بندیانو د خوشي کولو لړۍ چټکه کړي او پر طالبانو يې هم غږ وکړ چې د افغان حکومت بندیان ژر تر ژره خوشي کړي.

ولسمشر غني په ارګ کې د اختر له لمونځ وروسته لنډه وینا کې دا خبرې وکړې او زیاته یې کړه:

غني

د عکس سرچینه، ارگ

د عکس تشریح، ولسمشر غني خپلو خبرو کې یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې نور جنګ ونه کړي.

ولسمشر غني وویل: "د یوه مسوول دولت په توګه یو بل ګام پورته کوم او اعلانوم چې د طالب بندیانو په خوشي کولو کې به چټک حرکت را شي او جدي ګامونه به پورته شي. خو پر طالبانو هم غږ کوم چې زموږ دفاعي او امنیتي ځواکونه چې له دوی سره دي ژر تر ژره دې خوشي کړي".

افغان حکومت د روانې میلادي میاشتې په یوولسمه وویل، که طالبان د حکومت نور بندیان خوشي نه کړي، دوی هم د دې ډلې بندیان نه خوشي کوي.

د بندیانو خوشي کول د افغانانو د خپلمنځي خبرو پیلولو لپاره د امریکا او طالبانو د تړون یوه برخه ده.

که څه هم افغان حکومت د دې خبرو لپاره مرکچي پلاوی ټاکلی، خو له ټاکنو وروسته د ولسمشر غني او د عبدالله ترمنځ جنجال او د بندیانو خلاصون کې ځنډ د دې خبرو په مخ کې خنډونه بلل کېږي.

ولسمشر غني خپلو خبرو کې یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې نور جنګ ونه کړي:

"د افغانستان ملت ته تاوان ونه رسوي، هرڅوک چې شهید کېږي یا ټپي کېږي یو بل داغ دی چې نه جبرانېږي او له شرعي پلوه زموږ ټول علما کرام په دې باور دي چې نن جنګ روا نه دی، ځکه اساسي حل د سولې خبرې پیلول دي".

ولسمشر غني د اختر له لمانځه وروسته ملت ته په خپله وينا کې وویل چې د حکومت د سولې مرک‌چي پلاوی چمتو دی او هیله يې وښوده چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې ژر پیل شي:

"د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي کې ټول افغانان شته او دا پلاوی به په قووت سره د افغان ملت او دولت استازي وکړي".

اوربند

اوربند

د عکس سرچینه، MUQADASA AHMADZAI

د عکس تشریح، دوه کاله مخکې چې طالبانو اوربند وکړ، له سخت هرکلي سره مخ شول.

افغان حکومت له طالبانو بیا بیا غوښتي چې د خپلمنځي خبرو تر پیلولو مخکې اوربند وکړي، خو دا ډله دې غوښتنې ته د نه ځواب وايي او تر هغه وړاندې له امریکا سره د خپل تړون له مخې د خپلو ۵۰۰۰ بندیانو د خوشي کېدو غوښتنه کوي.

ولسمشر غني په اختري پیغام کې وویل، ځینې کړۍ طالبانو ته وايي، چې اوربند یې په تاوان دی او که اوږد اوربند وکړي سیاسي تول(توازون) له لاسه ور کوي.

ولسمشر غني وویل، چې اوربند له کلونو راهیسې د حکومت دریځ دی:

"خو زه روښانوم چې طالبان د افغانستان د ټولنې واقعیت دی او ځای یې د خبرو مېزو کې تثبیتېږي نه جنګ کې، اوربند چې له کلونو راهیسې د اسلامي جمهوري دولت دریځ دی. د قوت نښه ده نه د کمزورۍ".

د ولسمشر غني دا خبرې په داسې مهال دي چې تېره ورځ یې د طالبانو د اوربند له اعلانېدو وروسته یې ورته ګام پورته کړ.

نوموړي په اختري پیغام کې بیا هم د طالبانو د اوربند هرکلی وکړ او ویې ویل چې له امنیتی سرتېرو یې غوښتي دفاعي حالت غوره کړي.

"زموږ ټول امنیتي او دفاعي ځواکونو اوربند کوي او هیله من یو چې دا اختر د دوه کاله تېر اختر په څېر د خوشالي او سوکالي اختر وي".

دوه کاله مخکې د کوچني اختر په مناسبت ولسمشر غني درې ورځې اوربند وکړ او ور سره طالبانو هم اوربند وکړ.

په هغه اوربند کې طالب وسلوال د کابل په ګډون د مختلفو ولایتونو مرکزونو او ښارونو ته لاړل او ډېرو ځایونو کې یې له افغان ځواکونو سره اختر ولمانځه.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله:

طالبان