د ډاکټر نجیب لور: که سوله وشي پلې د پلار قبر ته ځم

د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو د سولې خبرو یو کال کېږي او خلک لا هم دې بهیر ته اندېښمن او هیله من ګوري او پایلو ته یې په تمه دي.
دا خبرې له لوړو ژورو تېرېږي او تازه مسله پکې د تاوتریخوالي کمول او اوربند دی.
ځینې افغانانو وروستیو ورځو کې ټوېټر کې دا کمپاین پیل کړی "که سوله وشي څه به کوې"؟
په دوی کې د پخواني افغان ولسمشر ډاکتر نجیب د لور هیله نجیب او د عطیه مهربان ټوېټونو پام خپل کړی.
عاطیه مهربان مدني فعاله ده او مجاهد پلار یې د ډاکټر نجیب پرضد جنګېدلی دی.
ډاکټر نجیب او ورور یې کابل ته د طالبانو ننوتلو سره د دې ډلې له خوا ووژل او په دار وځړول شول.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
هیله نجیب د "که اوربند وشي څه کوې" کمپاین ته ځواب کې لیکلي چې د پکتیا مېلن ته په پښو د خپل پلار او تره د قبر لیدلو ته ځي.
عطیه مهربان چې کابل کې مدني فعاله ده، د هیله ټوېټ بیا خپور کړی او لیکلي یې دي، پلار یې د ډاکټر نجیب د حکومت پرضد جنګېدلی، خو اوس د هیله نجیب ټویټ په ژړا کړې.
هغه زیاتوي: "که سوله وشي، دا به تبلیغوي چې یوه ایډیالوژي هم د انسان د وینې تویولو ارزښت نه لري".
کابل کې افغان شاعر رامین مظهر لومړنی کس بلل کېږي چې "که اوربند وشي څه کوې" کمپایل یي پیل کړی.
هغه لیکلي، که اوربند وشي زړه یې غواړي د افغانستان ختیځ کې لرې ولایت نورستان ته لاړ شي او بیا یې دا پوښتنه له نورو کړې چې ستاسو زړه څه غواړي.
د هیله نجیب له پلرنۍ سیمې مېلن لږ لرې د سیدکرم ولسوالۍ اسماعیل خدمتګار لیکلي:
"د پکتیا سیدکرم ته ځم د عثمان خېلو په هغه ښوونځي کې تدریس کوم چې الف ب مې پکې زده کړي".
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
خبریال پروېز کاوه لیکلي که اوربند وشي په باسیکل د افغانستان مختلفو سیمو ته ځي، له کلیوالو سره ګوري او د افغانستان طبیعي ښکلا ویني.
کابل کې د انساني حقونو فعالې نیلوفر مرادي لیکلي سوله دې وشي چې بیا کومه مېرمن د دې په څېر کونډه نه شي.
د کندهار نګینه انوري لیکلي، کشکې سوله وشي چې سهار دفتر ته پلې لاړه شي او د کندهار له سهارنۍ پاکې هوا خوند واخلي.








