د چای نړیواله ورځ؛ افغانستان ته د کال ۷۶ زره مټرېک ټنه واردېږي

چای
د عکس تشریح، که څه هم چای بېلا بېل ډولونه او خوند لري خو په افغانستان کې تر ډېره د شین چای مینه وال زیات دي.
    • Author, ابراهیم ساپی
    • دنده, بي بي سي

نن د چایو نړیواله ورځ ده، هغه چې خوند یې بېل او نړیوال شهرت لري. د چایو اصلي سرچینه چین دی، خو په افغانستان کې یې هم څښونکي د پېړیو مخينه لري.

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، په کلني ډول ۷۶ زره متریک ټنه چای له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته راوړل کېږي.

کېدای شي له چایو بل هېڅ څه زیات ونه څښل شي.

چای د افغانانو په ژوند کې زیات اهمیت لري او هېڅ ناسته یې بې چایو نه وي.

افغان ټولنې ته د چایو څښلو دود له پېړیو ور پاتې دی او تر ډېره د زیاتو چایو په څښلو مشهور هم دي.

ان ځینې افغانان په دې باور دې چې د چایو په نه څښلو یې سر درد کوي او فکر یې هم جوړ نه وي.

چای

د عکس سرچینه، انځور: د ګرافیم مجلې دی-

د عکس تشریح، د کونړ- جلال اباد خان چې د افغان- انګریزانو د دویمې جګړې پرمهال چای څښي. ۱۸۷۹

د زیاتو چایو څښلو له امله د افغانستان په بېلا بېلو ښارونو په ځانکړي ډول کابل کې سماواتونه او چای خونې جوړې شوې دي.

د کابل په کاه فروشي کوڅه کې یو سماوار چې اویا کلنه مخینه لري، له همغو پخوانیو پیالو او چینکو سره خلکو ته چای ورکوي.

د پکتیا اوسېدونکی عنایت الله ځدراڼ وايي د چایو څښل د عادت تر څنګ یې چای ښه ملګری دی.

د چایو بوټی پنځه زره کاله وړاندې په چین کې وپېژندل شو او په اوولسمه پېړۍ کې یو شمېر خلکو له چین نه اروپا او له هغه ځایه نورو هېوادونو ته هم ورسېد.

که څه هم چای بېلا بېل ډولونه او خوند لري خو په افغانستان کې تر ډېره د شین چای مینه وال زیات دي.

چای

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان ټولنې ته د چایو څښلو دود له پېړیو ور پاتې دی او تر ډېره د زیاتو چایو په څښلو مشهور هم دي.

که څه هم کره معلومات نشته چې کله د چایو دغه بوټی افغانستان ته راوړل شوی او په کلني ډول یې په دې هېواد کې مصرف څومره دی، خو د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي د کابو ۱۲۳ میلیون ډالرو په ارزښت په کلني ډول چای هېواد ته راوړل کېږي.

د شین او تور چای تر څنګ له څو کلونو را هیسې په افغانستان کې د زعفران چای مینه وال زیات شوي، هغه بوټی چې په افغانستان کې کرل کېږي او نړیوال شهرت هم لري.