سیګار: افغانستان ښايي له روغتیايي ناورین سره مخ شي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د بیارغونې امریکايۍ پلټونکې ادارې یا سیګار خپل تازه رپوټ کې د متحده ایالتونو کانګرېس ته خبرداری ور کړی چې د کمزوري روغتیايي سیستم، خوارځواکي، جګړې او نورو ستونزو سره ښايي افغانستان د کورونا له امله له روغتیايي ناورین سره مخ شي.
د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، د سیګار د مشر جان سوپکو د پنجشنبې ورځې دا رپوټ ښايي امریکايي چارواکو او قانون جوړوونکو سره دا اندېښنه ډېره کړي چې دا وبا به د امریکا په مشرۍ د سولې هڅې ودروي.
له بلې خوا د روغتیا وزارت وايي، تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ۱۶۴ نوې مثبتې پیښې یې ثبت کړې دي، چې په دې سره افغانستان کې د کوویډ-۱۹ ناروغانو شمیر ۲۳۳۵ ته لوړ شو.
روغتیا وزارت دا هم وايي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې له دې ناروغۍ پنځوس تنه رغیدلي چې ټول رغیدلي ۳۱۰ ته ورسیدل، خو تازه ۴ نور بیا ترې مړه شوي چې د مړو شمیر بیا ۶۸ ته جګ شو.
د سیګار رپوټ وايي، کورونا وېروس لا دمخه افغانستان له ستونزو سره مخ کړی؛ د همدې ناروغۍ له امله د سولې هڅې پېچلي شوي او له نورو هېوادونو سره د پولو تړل کېدو له امله د سوداګریزو توکو لیږد او د خلکو تګ راتګ له خنډ او ځنډ سره مخ شوي دي.
په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې افغانستان کې ګڼې او ځانګړې زیانمننې، د روغتیا او خوندیتوب کمزوری سیستم، پراخه خوارځواکي، بې کنټروله پولې، خورا ډېر کورني بې ځایه شوي، له ایران سره ګاونډیتوب او روان تاوتریخوالی داسې ښيي چې دا هېواد به راتلونکو میاشتو کې له روغتیايي ناورین سره مخ شي.
په رپوټ کې د سیګار د سرڅېړونکي جان سوپکو له خولې ویل شوي چې د افغانستان په څېر بې وزله هېواد کې د خوراکي توکو بیې زیاتېدل به کړکېچ نور هم زیات کړي.
د افغانستان د اقتصاد وزارت اندېښنه

د عکس سرچینه، Getty Images
په ورته مهال تازه د افغانستان اقتصاد وزارت وايي د کورونا له امله روان وضعیت بیوزلي او بیکاري زیاته کړې او دارنګه اقتصادي وده یې هم اغیزمنه کړې ده.
دغه وزارت وایې ۵۴ سلنه افغانان له وړاندې د بې وزلۍ تر خط لاندې ژوند کوي او که بیې ۱۴ سلنه لوړیږي ښایې د بیوزلۍ کچه تر ۶۸ سلنې لوړه شي.
چارواکي وایې اوس مهال ۲۴ سلنه افغانان مطلق بیکاره دي او ۷۰۰ زره خلکو چې ورځني کارونه یې درلودل بیکار شوي او ښایې دغه کچه ۴۰ سلنې ته لوړه کړي.
د دوی په وینا اقتصادي وده هم ښایې تر منفي ۵ سلنې را ټیټه شي.
د دغه وزارت ویاند بي بي سي ته وویل چې حکومت له خپلو ټولو امکاناتو ګټه اخلي چې روان وضعیت کابو کړي او د خلکو ژوند وژغوري.
له لوږې سره مخ ۷ میلیونه افغان ماشومان

د عکس سرچینه، Getty Images
د سیګار له رپوټ سره په یو وخت د ماشومانو د ملاتړ بریتانوۍ نړیواله مرستندویه اداره وایي د ۷،۳ میلیون ماشومانو په ګډون د افغانستان دریمه برخه وګړي په اپرېل او مې میاشت کې د خوړو کمښت سره مخ دي.
دا اداره خپل تازه رپوټ کې غوښتنه کوي چې افغانستان کې اړمنو ماشومانو ته دې سملاسي خواړه ورسول شي:
"په داسې حال کې چې افغانستان کې ماشومان د خپل دفاعي سیستم د پیاوړتیا لپاره ډېرو خوړو ته اړتیا لري، د قرنطین له امله د لومړنیو خوراکي توکو بیې زیاتې شوې او کورنیو ته د خوړو برابرول ګران شوي دي".
له دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړ، چې نړۍ د کورونا وېروس له امله د ممکنه تاریخي او پراخې لوږې له خطر سره مخ ده او سږ کال به خوړو ته د اړمنو خلکو شمېر دوه برابره شي.
دې ادارې افغانستان د هغو پنځو هېوادونو سره ګڼلی چې پر ۲۰۲۰ کال د لوږې له ډېر خطر سره مخ دي.
پاتې هېوادونه یمن، د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت، سوېلي سودان او وینزویلا دي.









