کورونا وېروس: افغانستان کې د مثبتو پېښو شمېر ۳۴۹ ته ورسېد

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، په هرات ولایت کې د کورونا وېروس ۹ او همدا راز په نیمروز کې ۳ تازه مثبتې پېښې رامخې ته شوې دي، چې ورسره په ټول افانستان کې په دې وېروس د اخته کسانو شمېر ۳۴۹ ته رسېدلی دی.

روغتیا ورازت همدا راز وایي چې افغانستان کې په کورونا وېروس اخته یو ۸۰ کلن کس نن د یکشنبې په ورځ (وري ۱۷) په تخار کې ومړ چې له دې سره د کورونا وېروس له امله د مړینو شمېر اتو ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت وايي، تر اوسه یې په دغه هېواد کې د کورونا وېروس ۲۵۹۵ شکمنې پېښې په لابراتوارونو کې معاینه شوي چې ۳۴۹ یې مثبتې دي چې په دې ډله کې تر دې دمه ټولټال ۱۷ تنه بېرته رغېدلي دي.

د معلوماتو له مخې د کورونا ۲۲۳ پېښې یوازې په هرات کې ثبت دي او کابل کې بیا ۵۱ دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول افغانستان کې له ثبت شویو ۴۹ مثبتو پېښو يې لس په کابل کې، ۱۹ په هرات، ۸ په کندهار، ۳ په پکتیا، ۳ په نیمروز، ۲ په سمنګانو، ۲ په بلخ او یوه یوه په کاپیسا، تخار او زابل ولایتونو پورې اړه لري.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وویل، چې د ګوزڼ ضد شبکه چې تر ۳۰ زرو پورې غړي لري د کورونا مشکوکو پېښو موندلو لپاره کاروي.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

له دې سره هممهاله په پلازمېنه کابل کې د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنيوي په موخه په ښار کې پر تګ راتګ محدودیتونه لا ډېر شوي.

د پولیسو چک پاینټونه ډېر شوي، خو د کابل والي محمد یعقوب حیدري بي بي سي ته ویلي، که څوک ګرځبندیز مراعت نه کړي تر ۱۸ زره افغانیو نقدي جریمه کېږي او که سرغړونه یې جدي وي، بندي کېدای هم شي.

همدارنګه د کورونا وېروس له امله د تورخم او سپین بولدک تړل شوې لارې به سر له دوشنبې د روانې میلادي میاشتې مارچ تر ۹ به په یو اړخیز ډول د هغو افغان مساپرو پر مخ پرانېستې وي چې په ویزه پاکستان ته تللي.

په پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل په یوه ټویټ کې لیکلي و چې هره ورځ به له هرې لارې زر کسانو ته د افغانستان ته د اوښتو اجازه ورکړل شي.

پاکستان د مارچ په لومړیو کې د سپین بولدک او بیا نیمايي کې د تورخم لار هم د هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړله.

کورونا
کورنا