ولسمشر غني عبدالله ته د سولې عالي شورا د مشرۍ وړانديز کړی

ولسمشر غني

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ولسمشر غني د ولسمي جرګې له یو شمېر غړو سره په سلامخانې ماڼۍ کې ليدلي دي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې له یو شمېر غړو او اداري پلاوي سره په یوه کتنه کې وړاندیز کړی دی چې پخوانی اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دې د افغان سولې د بهیر مشر شي.

ولسمشر غني دا وړاندیز د ولسي جرګې له یو شمېر غړو سره په سلامخانې ماڼۍ کې په یوه کتنه کې کړی دی.

ښاغلي‌ غني په خپلو خبرو کې پر پخواني اجراييه رئيس عبدالله عبدالله غږ کړی چې د سولې عالي شورا مشري او مديريت دې پر غاړه واخلي‌ او دا يې له اوسني ‌بحرانه د وتلو لار بللې ده.

د دې په غبرګون کې د عبدالله عبدالله وياند اميد ميثم بي بي سي ته وويل، ''که دا ستونزه حل نشي موږ به د ټولشموله حکومت په چوکاټ کې خپلې چارې پر مخ بيايوو او ژر به کابينه اعلان کړو''

د ولسي جرګې لخوا د منځګړيتوب پلاوي سره په لیدنه کې ښاغلي غني ویلي چې د قانون په چوکاټ کې سیاسي جوړجاړي ته لېواله دی خو د ده په وینا ''دوه سری'' حکومت ورته د منلو وړ نه دی.‌‌

نوموړي ویلي،‌ په دې رول کې به ښاغلی عبدالله د ولسمشر د مرستيال پروتوکول ولري، او امنيتي امکانات، بوديجه او د پرېکړو کولو بڼه يې ټول د بحث وړ دي.

د

ښاغلي غني همدا راز ویلي، په راتلونکې کابينه کې به ټول افغانان خپل ځانونه وويني، د اهليت او کفايت له مخې به د هېواد مطرح او علمي شخصيتونو ته د خدمت زمينه برابره شي.

د افغانستان د ټاکنو کميسيون محمد اشرف غني د تېرو ولسمشريزو ټاکنو ګټونکی اعلان کړی او نوموړي د مارچ پر نهمه نېټه لوړه هم وکړه.

خو ټاکنيز سيال يې عبدالله عبدالله د ټاکنو وروستۍ پايلې رد کړې، ځان يې ګټونکی اعلان کړ او له ښاغلي غني‌سره پر يوه ورځ‌ يې د هوکړې له مراسمو وروسته ځان د افغانستان د ټولشموله حکومت ولسمشر بولي.

ارګ

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ښاغلي غني همدا راز ویلي، په راتلونکې کابينه کې به ټول افغانان خپل ځانونه وويني

ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې لوړې مراسمو پر ورځ ژمنه وکړه چې تر دوو اونیو به یې نوې کابینه اعلان کړي.

خو له دغې ژمنې څه باندې درې اوونۍ تېرې دي او نوې کابینه نه ده اعلان شوې.‌

ولسمشر غني د کورونا وېروس مسله جدي وبلله او وايي له کله چې په هېواد کې د کورونا وېروس پېښه ثبت شوې، له هغه وروسته له کورونا سره د مبارزې او هېوادوالود خوندیتوب په موخه یې لسګونه غونډې کړې او لا هم کار ادامه لري.