د ولسمشر غني او جنرال باجوه تیلیفوني خبرې؛ طالب پلاوی لا هم کابل کې دی

غني

د عکس سرچینه، ARG / Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر غني او جنرال باجوه پر ګڼو مسلو خبرې کړې دي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پنجشنبه مازدیګر د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره پر تیلیفون خبرې کړې دي. د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني او جنرال باجوه د افغان سولې پر بهیر، په سیمه کې د کورونا وېروس پر بحران او همدا راز پاکستان کې د افغان سوداګرو د ایسارو مالونو پر موضوع خبرې کړې دي.

د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې ښاغلي غني د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره خبرې کوي. ارګ په خپله اعلامیه کې زیاتوي چې جنرال باجوه ښاغلي غني ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي هم ورکړه.

د پاکستان د پوځ مشر همدا راز طالبانو سره د خبرو لپاره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي د جوړېدو هرکلی کړی دی او له دې کبله یې هم ولسمشر غني ته مبارکي ویلې ده.

دا خبرې داسې مهال ترسره کېږي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره لومړني ګامونه پورته شوي دي، او په دې لړ کې د طالبانو یو درې کسیز پلاوی د سره صلیب په منځګړیتوب کابل ته رسېدلی دی.

دا لومړی ځل دی چې افغان حکومت له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کېني، که څه هم دا خبرې یوازې د بندیانو د تبادلې تر موضوع محدودې دي.

د افغان سولې په بهیر کې د پاکستان رول مهم بلل کېږي، او د چارشنبې پر ورځ د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم ټینګار وکړ چې افغانستان کې سوله سیمه ییزې همکارۍ ته اړتیا لري. نوموړي په دې برخه کې د پاکستان د رول په ځانګړې توګه یادونه وکړه.

قریشي

د عکس سرچینه، Qureshi Facebook

د عکس تشریح، پاکستاني چارواکي وایي، افغان طالبان د دوی د هڅو له کبله خبرو ته چمتو شوي دي

یاده دې وي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي وو، افغان طالبان د پاکستان د هڅو له کبله امریکا سره هوکړې او افغان حکومت سره خبرو ته چمتو شوي دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ تر خپلمنځي هوکړې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي څو ورځې پرله پسې توګه رسنیو سره پر دې موضوع خبرې وکړې.

افغان حکومت د ښاغلي قریشي خبري ناستې او څرګندونې په خپلو کورنیو چارو او په دې اړه یې کابل کې د پاکستان سفیر ته خپل رسمي شکایت هم وړاندې کړ.

طالبان وایي چې کابل کې د قطر سفارت د دوی د پلاوي کوربه دی او لا مالومه نه ده چې د بندیانو د تبادلې پر موضوع به یې له افغان حکومت سره خبرې څومره دوام وکړي.

د بندیانو د خلاصون موضوع د افغان سولې بهیر کې یوه مهمه او حساسه موضوع ده چې له کبله یې تر دې دمه د افغان حکومت او طالبانو مخامخ سیاسي مذاکرات نه دي پیل شوي.