افغان حکومت د خپلو کورنیو چارو په اړه د قریشي پر څرګندونو اعتراض وکړ

د عکس سرچینه، Qureshi Facebook
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د افغانستان کورنیو چارو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي څرګندونې غندلې دي. یاد وزارت نن دوشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې اړه یې کابل کې د پاکستان د سفارت له لارې د پاکستان حکومت ته خپل رسمي اعتراض رسولی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی قریشي په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته له بېلابېلو پاکستاني او بهرنیو رسنیو سره پر دې موضوع غږېدلی.
نوموړي د بي بي سي یلدا حکیم سره په یوه مرکه کې ټینګار وکړ چې افغان حکومت او طالبان باید ژر تر ژره د بندیانو تبادله پيل کړي، او اورکم باید دوام وکړي.
تر دې وړاندې ښاغلي قریشي رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو چې افغانستان دې له پاکستان سره خپلې ستونزې د مخامخ خبرو له لارې، او د امریکا له مداخلې پرته حل کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچیني بي بي سي ته وویل، ښاغلی قریشي له څو ورځو راهیسې د افغانستان کورنیو چارو په اړه غږېږي، چې دا پخپله یو ډول لاسوهنه ده.

د عکس سرچینه، Quraishi Facebook
د وزارت په اعلامیه کې راغلي: "د افغانستان حکومت باور لري چې لازمه ده پاکستان د ښه ګاونډېتوب د سیاستونو له مخې په بیلابیلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د ټینګولو په برخه کې عملي ګامونه واخلي او د افغانستان په چارو کې د غیرمسئولانه ویناو څخه ډډه وکړي".
اعلامیه زیاتوي چې د سفارت له لارې د پاکستان حکومت ته په استول شوي یادښت لیک کې د ښاغلي قریشي "وروستۍ څرګندونې په کلکو ټکو وغندلې."
یاده دې وي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او حکومت یې د امریکا او طالبانو د خپلمنځي هوکړې هرکلی کړی او دا یې افغانستان کې د سولې لپاره یو مهم ګام بللی.
د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي بیا بیا ټینګار کړی چې د پاکستان له همکارۍ او ښه نیت پرته د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه شونې نه وه.
پاکستان د افغان سولې لپاره د امریکا په غوښتنه ملا عبد الغني برادر خوشې کړ. ملابرادر برادر چې اوس د طالبانو مرستیال مشر او په قطر کې د دغې ډلې د سیاسي دفتر مشر دی، اته کاله د پاکستان حکومت له خوا زنداني وو. دی د پاکستان په کراچۍ ښار کې ونیول شو.
دې لړ کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تېر شاوخوا یو نیم کال څو ځله پاکستان ته سفر وکړ او د پاکستان رول یې په دې بهیر کې مهم بللی دی.








