هرات کې د کورونا وېروس ۲۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

کورونا

د عکس سرچینه، Ministry of Public Health of Afghanistan

د عکس تشریح، د افغانستان د روغتيا وزارت په وينا په ټول افغانستان کې ۱۷۰ کسان په کورونا وېروس اخته دي

د افغانستان په لوېديځ هرات ولايت کې په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې د کورونا وېروس ۲۵ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په وينا، په دغو کسانو کې ۱۷ نارينه او ۸ ښځې دي چې له دې سره په هرات کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۳۱ ته رسېږي.

د ياد وزارت د وياند وحيدالله مایار په وينا په ټول افغانستان کې بيا ۱۷۰ کسان په کورونا وېروس اخته دي.

په نړۍ کې د کورونا وېروس له امله تر ټولو ځپل شوی هېواد ايټاليا دی، دلته په تېره يوه شپه او ورځ کې ۸۱۲ کسان له دغه وېروسه مړه شوي چې له دې سره د ټولټال مړينې شمېر ۱۱۵۹۱ ته رسېدلی دی. په دې هېواد کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر ۹۷ زره دی.

د اروپا په بل هېواد اسپانيا کې بيا پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له چين څخه ډېر شو. د رسمي شمېرو له مخې په دې هېواد کې ۸۵ زره کسان پر کورونا وېروس اخته دي او ۷۳۴۰ تنه ترې مړه شوي‌ دي. په امریکا او ايټاليا کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر بيا له اسپانيا ډېر دی.

کورونا
کورنا

د افغانسان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د دوشنبې په ورځ کابل کې د کورونا ویروس تشخیصي مرکز پرانیست، دا څلورم مرکز دی چې په کورونا وېروس د معاینې لپاره افغانستان کې پرانیستل کېږي.

ښاغلي فیروز ټینګار وکړ چې ښايي افغانستان کې په کورونا د اخته کسانو شمېر تر دې ډېر وي او داسې کسان وي چې د دې ناروغۍ نښې نه لري او یا هم روغتیايي مرکزونو ته تللي نه وي.

نوموړي یو ځل بیا د کورونا وېروس په هکله د لا ډېر پوهاوي او د خلکو د همکاري غوښتنه وکړه او ویې ویل د دې ناروغۍ درملنه کې یو ډول تجهیزات او درمل هم کار نه ور کوي، ځکه دا ناروغي نه درمل لري او نه واکسین.

ایران کې کورونا ۵۰ افغانان مړه کړي

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

له بلې خوا تهران کې افغان سفارت بي بي سي ته ویلي د هغو مالوماتو له مخې چې د سفارت د کډوالو برخې ته رسېدلي په ایران کې له کورونا پنځوس افغانان مړه شوي دي.

د افغان سفارت د کډوالو چارو مسوول ابراهیم حجازي پرون مازیګر بي بي سي ته وویل، چې دا شمېر په مختلفو ولایتونو کې د مړه شویو افغانانو خپلوانو او مخورو ور کړی دی.

تهران کې افغان سفارت د رسمي، مستندو او سمو سندونو تر برابرېدو پورې دا شمېر نه تاییدوي.

ښاغلی حجازي دا هم وايي، چې د سفارت له غوښتنې سره سره د ایران د روغتیا او درملني وزارت په دغه هېواد کې په کورونا د اخته او مړه شویو افغانانو شمېر نه دی ور کړی.

له بلې خوا له ایران هره ورځ نږدې ۱۵ زره افغانان ستنېږي چې په افغانستان کې یې د کورونا د خپرېدو وېره ډېره کړې ده.

په افغانستان کې د یوناما مرستیال ټوني بلنزر خپل ټوېټر کې لیکلي چې یوازې تېرو دوو اونیو- د مارچ له ۸ تر ۲۱ نېټې پورې ۱۱۵ زره ۴۱۰ کسان افغانستان ته ستانه شوي او یو چارواکی هم دا شمېر نشي اداره کولی.

خو د افغان سفارت د کډوالو چارو مسوول ابراهیم حجازي ویلي چې دا ستنېدل اوس ورځ کې ۲۵۰۰ کسانو ته ټیټ شوي دي.

نوموړي دا هم ویلي چې ایران کې د بې سنده افغانانو اجباري ستنول هم "په وروستیو ورځو کې صفر ته" رسېدلي دي.

خواله رسنیو کې ځینې رپوټونه ښيي چې ایران کې افغان کډوال روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

کورونا
د عکس تشریح، اسلام کلا کې افغان کډوال چې له ایران ستنېږي او صفري ټکي کې کتل کېږي.

خو ښاغلی حجازي وايي، دې برخه کې تبعیض نشته، خو د ناسم چلن یو نیم رپوټ دوی ته هم رسېدلی دی.

نوموړی دا هم وايي، چې د ایران روغتیايي چارواکي "پام وړ" زحمت ګالي.

ښاغلي حجازي زیاته کړه چې ایران کې د افغانانو ستونزه یوازې د کورونا معاینه نه ده چې ټولو ته وړیا ده.

د کورونا ناروغانو درملنه او درمل په بیمه ترلاسه کېږي، خو دا چې نږدې نیم میلیون افغان کډوال یو ډول بېمه هم نه لري د کورونا درملنې د لګښت له مشکل سره خپله مخ دي.