پاکستان د تورخم لویه لار د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ

منځپانګه نه شته

په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي‌ سي‌ د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.

د ‍پوسټ Facebook پای

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، پاکستان د تورخم لویه لار د هر ډول مساپرو او بار وړونکو ګاډو د تګ راتګ پرمخ تړلې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي زموږ همکار ذبیح الله رحیمزي ته ویلي، تورخم دروازه د مساپرو او بار وړونکو ګاډو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.

تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خلکو د تګ - راتګ او سوداګرۍ تر ټولو بوخته لار ده.

د تورخم دروازه کله کله د پاکستان له لوري په داسې حالاتو کې تړل کېږي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ ناندرۍ پیدا کېږي.

د تګ راتګ دا لویه لار په داسې مهال تړل کېږي چې پاکستان او افغانستان کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې ثبت شوې او ګڼو هېوادونو له نورو هغو سره خپلې پولې تړلې دي.

د تېر سپټمبر پر ۱۸مه د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د خیبر پښتونخوا خیبر ضلعې ته تللی و او هلته يې د تورخم دروازې د ۲۴ ساعته خلاصېدو پرانیسته کړې وه.

کورونا
کورونا

د تېرې جنورۍ پر ۲۹مه هم پاکستان د تورخم دروازه- چې سهار یې تړلې وه- ماسپښین یې بېرته پرانیستې وه.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري چې څو کاله وړاندې شاوخوا درې میلیارده ډالره وه، د دواړو غاړو د سوداګرۍ خونو په خبره په ۲۰۱۹ کال کې تر یو میلیاره هم راټيټه شوې وه.

کورونا ويروس