پاکستان تورخم دروازه پرانیسته

تورخم
د عکس تشریح، د تورخم دروازه کله کله د پاکستان له لوري په داسې حالاتو کې تړل کېږي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ ناندرۍ پیدا کېږي.

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت کې چارواکي وايي، پاکستان د تورخم دروازه- چې سهار یې تړلې وه- ماسپښین نږدې دوه بجې بېرته پرانیسته.

دا دروازه د چارشنبې له سهار راهیسې نږدې لس ګړۍ تړلې وه.

سهار د ننګرهار ځايي چارواکو بي بي سي ته ویلي و، چې پاکستان امنیتي ستونزې د تورخم دروازې د تړلو لامل بللی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزي سره خبرو کې ویلي، پاکستان ماسپښین مهال دا دروازه بېرته پرانیسته:

"د مساپرو بیروبار ډېر دی، کله چې دا ګڼه ګوڼه کمه شي د باري موټرو لپاره به هم لار پرانیستل شي".

سهار ښاغلي خوګیاڼي وویل، چې د دواړو لورو د ځايي چارواکو ترمنځ د دروازې د بېرته پرانیستلو په تړاو خبرې روانې دي.

تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خلکو د تګ - راتګ او سوداګرۍ تر ټولو بوخته لار ده.

د تېر سپټمبر پر ۱۸مه د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د خیبر پښتونخوا خیبر ضلعې ته تللی و او هلته يې د تورخم دروازې د ۲۴ ساعته خلاصېدو پرانیسته کړې.

ښاغلي خان تر پرانیست غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي وو، له تېرې اونۍ راهیسې چې دغه دروازه په ازمويښتي ډول د ۲۴ ساعته لپاره خلاصه شوې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر دې لاره تجارت کې پنځوس سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د تورخم دروازه کله کله د پاکستان له لوري په داسې حالاتو کې تړل کېږي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ ناندرۍ پیدا کېږي.

تورخم

د عکس سرچینه، PTI/TWITTER

د عکس تشریح، د تير سپټمبر پر ۱۸ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ۲۴ ګړیو لپاره تورخم دروازه پرانیسته.

اوسنۍ دروازه په داسې مهال تړل کېږي چې پاکستان او افغانستان کې د منظور پښتین د خوشي کېدو په ملاتړ مظاهرې کېږي.

تېره یکشنبه پاکستاني پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر او مشر منظور پښتین په پېښور کې ونیو.

د نوموړي د نیولو غبرګون کې افغان ولسمشر اشرف غني وویل، چې د ښاغلي پښتین او د هغه د ملګرو نیونې خواشينى کړى.

ولسمشر غني په خپل ټویټري پیغام کې منظور پښتین او د هغه د ملګرو د سملاسي خوشې کېدو هیله څرګنده کړې وه.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د ولسمشر غني ټوېټري پيغامونه د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه بللې.

ښاغلي قريشي په اعلاميه کې ويلي د دوى په اند دغه راز ويناوې د دوو هېوادونو د خپلمنځيو اړيکو له ښه کولو سره مرسته نه کوي.

د منظور پښتین د خوشي کېدو لپاره د سې شنبې په ورځ( د جنورۍ ۲۸) د کابل، ننګرهار او کونړ په ګډون مختلفو ولایتونو کې مظاهرې وشوې.

ورته مظاهرې د پاکستان مختلفو سیمو کې هم شوې دي.

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ

منځپانګه نه شته

په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي‌ سي‌ د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.

د ‍پوسټ Facebook پای