غني: پاکستان ته د مشورتي لویې جرګې په غوښتنه راغلی یم

د عکس سرچینه، ARG
د جمعې پر ورځ اسلام اباد کې له افغان کډوالو، محصلینو، ښځو او سوداګرو سره په خپله لیدنه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، له تېرو دوه کلونو راهیسې دی چمتو نه و چې پاکستان ته سفر وکړي، خو دا چې د سولې مشورتي لویې جرګې ترېنه غوښتنه وکړه نو دې سفر ته چمتو شو.
ښاغلي غني وویل، له طالبانو سره سیاسي جوړجاړي ته چمتو دی، خو داسې یو جوړجاړی غواړي چې په رښتیني توګه افغانستان ته سوله راولي.
اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال خدای نور ناصر وايي، لاهور ته له تلو مخکې دغې غونډې ته وینا کې ولسمشر غني وویل، پاکستاني چارواکو ورسره منلې چې له راتلونکو څو ورځو وروسته به د تورخم دروازه د ۲۴ ساعتونو لپاره پرانیستي وي او هم به د افغانستان لارۍ په لاهور کې د هند تر پولې د تګ اجازه ولري. ښاغلي غني وویل:
''تورخم به ډېر ژر څلرویشت ساعته خلاص شي، دویمه دا چې لومړي وزیر عمران خان او جنرال صیب باجوه ومنله چې له دې وروسته مو لارۍ مستقیماً واهګه اټاري ته ځي او د هندوستان لاره درته پرانیستل کېږي. ''
په اسلام اباد کې له لیدنو کتنو وروسته ولسمشر غني د جمعې ماسپښین د پنجاب ایالت مرکز لاهور ښار ته ورسېد. د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، ولسمشر غني به لاهور کې له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره ګوري.
ټاکل شوې ده چې نوموړی په لاهور کې د سوداګرو او پانګوالو په یوه لویه غونډه کې هم ګډون او وینا وکړي.
پاکستان ته د خپل سفر پر لومړۍ ورځ هم ولسمشر غني په اسلام اباد کې د خپلو ویناو په ترڅ کې تر ډېره پر اقتصادي ودې، سوداګرۍ او ترانزیتي لارو خبرې وکړې.
کارپوهان هم په دې باور دي چې ولسمشر غني غواړي د پاکستان یو شمېر لوی سوداګر او پانګوال دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د عکس سرچینه، ARG
پرون پنجشنبه د په اسلام اباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز کې د خپلې وینا پر مهال ولسمشر غني وویل، ډېر ژر به د تورخم ګمرک ۲۴ ساعته کار پیل کړي.
تر دې دمه افغان یا پاکستاني حکومت په دې اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړي، خو ولسمشر غني پرون وویل چې په دې برخه کې له پاکستان سره هوکړې ته رسېدلی.

د عکس سرچینه، ARG
د دې سفر په ترڅ کې ولسمشر تر ډېره هڅه کړې چې د اقتصادي همکارۍ، سوداګرۍ او ترانزیتي لارو لپاره د افغانستان جغرافیایي موقعیت ګټور ثابت کړي.
د پنجشنبې پر ورځ هم نوموړي اسلام اباد کې وویل، اوس هغه وخت تللی چې افغانستان به یو په وچه کې ګېر هېواد بلل کېده.
ښاغلي غني ټینګار وکړ چې د تېر برعکس افغانستان اوس د مرکزي اسیا او سویلي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ لپاره یو پُل دی.
ولسمشر غني پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغان سولې او وسله والو طالبانو په اړه هم خبرې کړې دي، خو داسې ښکاري چې د سفر اجنډا تر ډېره اقتصادي بڼه لري او موخه یې دا ده چې له دې مهم ګاونډي هېواد سره لږ تر لږه اقتصادي او سوداګریزې اړیکې یو ځل بیا نورمالې شي.












