محسن دوړ او ځینې ملګري یې خوشي شول

د ویډیو تشریح، پاکستاني پوليسو محسن دوړ او د پښتون ژغورنې غورځنگ لسگونه نور غړي پرون نیولي وو.

د پښتون ژوغورنې غورځنګ مخکښ غړی او د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د وزیرستان استازی محسن دوړ او ځینې ملګري یې تېره شپه خوشي شوي دي.

د غورځنګ فعالانو د شپې وویل چې ټول نیول شوي کسان خوش شوي خو اوس عصمت شاه جهان د بي بي سي خبریال خدای نور ناصر سره خبرو کې ویلي، چې تر شلو زیات ملګري یې لا هم بندیان دي.

پوليسو پرون ښاغلى دوړ او لسگونه نور احتجاجيان وروسته له هغه ونيول چې غوښتل يې په لاريون ووځي.

پوليس چارواکو ويلي دوى ته يوازې په يوۀ ټاکل شوي ځاى کې د يوې احتجاجي غونډې ويل شوي و، خو احتجاجيانو غوښتل چې د غونډې له ځايه ووځي او پر لارو او سړکونو احتجاجي لاريون وکړي.

پښتين
د عکس تشریح، محسن دوړ د پوليسو گاډي ته بيول کېږي

دا احتجاجي غونډه د اسلام اباد د مطبوعاتي کلب مخې ته جوړه شوې وه او د غورځنګ یو بل مشر علي وزیر هم هلته و.

دا غونډه کې افراسیاب خټک، بشرا ګوهر، عصمت شاه جهان او یو شمېر نورو سیاستوالو او فعالانو هم ګډون درلود، خو په دې سیاستوالو کې یواځې عصمت شاه جهان نیول شوی و.

علي وزیر تردې احتجاج وروسته بي بي سي ته په لېږلي غږیز پېغام کې ویلي، دی په خوندي ځای کې دی او ملګري يې ورغوښتي، چې د راتلونکي ګام لپاره سلا مشورې وکړي.

افغانستان او پاکستان کې لاريونونه

د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنسټګر او مشر منظور پښتین په ملاتړ د پاکستان په گڼو ښارونو کې پراخ احتجاجونه روان دي.

پښتين
د عکس تشریح، ميرانشاه کې يو لاريونوال

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د وزیرستان استازی محسن دوړ پر خپل ټوېټر پاڼې د گڼو ښارونو د احتجاجونو انځورونه خپاره کړي او وايي لاريونوال د منظور پښتين د پرېښودو غوښتنه کوي.

اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال خداينور ناصر وايي کوټه او پښتونخوا کې لاريونونه روان دي خو په اسلام اباد کې تازه په پيلېدو دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

پېښور کې د وتلي لاريون کډونواله او پښتون ژغورنې د غورځنگ غړې ثنا اعجاز بي بي سي ته وويل " د غورځنگ مشر يې په دې نيولى چې ولې يې د اساسي قانون د نيمگړتيا خبره کړې. دى خو د يوۀ غورځنگ مشر دى ان دا د يوه عادي وگړي حق دى چې ووايي يو قانون يې د حقونو ساتنه کوي او که نه."

پښتين
د عکس تشریح، ثنا اعجاز د پېښور په لاريون کې

افغانستان کې لاریونونه

د منظور پښتین د خوشي کېدو په ملاتړ د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې هم لاریونونه وشول.

د کونړ مرکز اسعداباد کې هم سلګونه ځوانانو لاریون کړی او د پاکستان له حکومت یې وغوښتل چې منظور پښتین سملاسي خوشی کړي.

د دې لاریون یوه ګډونوال او منتظم ادریس غروال بي بي سي ته وویل، چې لاریون ولس او مدني ټولنو جوړ کړی و.

جلال اباد ښار کې هم لاريونوالو د ښاغلي پښتين د نيونې غندله کوله او پر پاکستاني چارواکو يې د نوموړي د سملاسي پرېښودو غوښتنه کوله

د ویډیو تشریح، جلال اباد کې د منظور پښتین خوشي کېدو په پلوۍ لاریون

په خوست او پکتيا ولايتونو کې هم د ښاغلي پښتين په پلوۍ احتجاجونه شوي او پلازمېنه کابل کې بيا لاريونوال د پاکستان سفارت مخته ور ټول شوي او د نوموړي د خوشي کېدو غوښتنه يې کوله.

د احتجاجونو پلان

د پښتون ژغورنې د غورځنگ يو مشر محسن داوړ پرون بي بي سي سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې لاريونونه به نه يوازې د پاکستان په ټولو ښارونو بلکې په نورو هېوادونو کې هم وي.

د نوموړي په وينا "د نړۍ په هر هغه ښار کې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي موجود وي احتجاج به وشي، ټول پاکستان او ټولې نړۍ ته به مالومه شي چې حکومت له هغو سياسي فعالينو سره څه راز چلند کوي چې د بنسټيزو او قانوني انساني حقونو خبره کوي."