د طالب زندانیانو خوشي کولو لړۍ لا نه ده پيل شوې

ټاکل شوې وه چې د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې نن د طالب زندانیانو لومړۍ ډله خوشې شي، خو د افغانستان د امنیت شورا وايي د دې زندانیانو د خلاصون پر څرنګوالي کار روان دی.
د ولسمشر غني د فرمان له مخې ټاکل شوې وه چې نن ( مارچ ۱۴) د طالب زندانیانو د خوشې کولو لړۍ پيل شي.
په دې فرمان کې راغلي چې سره له ننه به هره ورځ سل (۱۰۰) تنه بندیان د دوی عمر، روغتیایي وضعیت او بند کې تېرې کړې مودې ته په کتو خوشي کېږي.
خو د افغانستان د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل بي بي سي ته وویل چې د دغو کسانو د خوشې کولو پر څرنګوالي کار روان دی.
ښاغلي فیصل وویل چې افغان دولت اوس ټول نوملړونه او په ټوله کې دا موضوع څیړي چې (( څه خطرونه او څه ګټې لري او څه ډول باید کار وشي.))
د امنیت شورا ویاند وویل چې پر دې مسله په دې هیله کار کوي چې د سولې لپاره د ده په وینا رامنځته شوی فرصت له لاسه ونه ووځي.
وړاندې د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي ویلي وو چې دا فرمان له طالبانو سره د خبرو د پيل لپاره د منل شوې اډانې په پام کې نیولو سره لاسلیک شوی دی.
دا فرمان درې مادې لري.
د دې فرمان د لومړۍ مادې پر بنسټ هغه طالب بندیان چې خوشي کېږي، لیکلې ژمنه به کوي چې د جګړې ډکر ته به نه ستنېږي. په دې ماده کې راغلي چې خوشي کېدونکي طالب بندیان به د بایومټرېک مالوماتو له ثبتولو وروسته ازادېږي.
د فرمان په دویمه ماده کې راغلي چې په لومړي پړاو کې به د پروان له زندانه یو نیم زر (۱۵۰۰) طالب بندیان د حسن نیت له مخې خوشي کېږي.
دا ماده زیاتوي، دا لړۍ به د حوت میاشتې له څلور ویشتمې نېټې (د مارچ له څوارلسمې) پیلېږي او هره ورځ به سل (۱۰۰) تنه بندیان د دوی عمر، روغتیایي وضعیت او بند کې تېرې کړې مودې ته په کتو خوشي کېږي.

د عکس سرچینه، AFP
خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بي بي سي اردو ته ویلي چې ده ته رسېدلي معلومات ښيي چې د افغان حکومت له خوا په لومړي پړاو کې ۱۵۰۰ خوشې کېدونکي زندانیانو په نورو جرمونو نیول شوي کسان دي.
ده ویلي دا هغه زندانیان نه دي چې طالبانو یې نوملړ افغان حکومت ته سپارلی دی.
ده ویلي د ټولو ولایتونو د استازو په ګډون یو پلاوی ټاکل شوی چې د افغان حکومت له خوا د خوشې کېدونکو کسانو د هویت تایید وکړي او له هغه وروسته به نور پرمختګ کیږي.








