د کندهار بڼوال: سږکال په هستۍ کې نیستمن یو

د کندهار یو بڼوال
د عکس تشریح، د کندهار یو بڼوال

کندهار کې د تازه مېوو ټولنه وایي، چې سږکال د دوی د مېوو ۵۰ سلنه حاصلات په ځانګړي ډول انار د بازار د نشتوالي، د پاکستان له خوا پر افغاني صادارتو د مالیې لوړوالي او ورښتونو له کبله خوسا شوي.

ارغنداب
د عکس تشریح، ارغنداب، چې د انارو سره یې نوم تړل، د دغه ولسوالۍ نژدې ټول بڼوال د عبدالمنان په څېر له یوې ستونزی کړيږي

د کندهار لویدیځ لور په ۲۵ کیلومترۍ کې د ارغنداب ولسوالۍ په یوه څنډه کې ۵۵ کلن عبدالمنان د خوسا شویو انار یوې لويې کوټې ته ناست دی چې کارګر یې له ونو راټولوي، دی ۳۰ کاله کیږي چې په بڼوالۍ بوخت دی.

عبدالمنان سږکال د خپلو محصولاتو لپاره تر ټولو بد کال یادوي.

د کندهار انار
د عکس تشریح، د کندهار انار

ارغنداب، چې د انارو سره یې نوم تړل، د دغه ولسوالۍ نژدې ټول بڼوال د عبدالمنان په څېر له یوې ستونزی کړيږي چې هغه دوی د بازار نشتوالی یادوي.

د ارغنداب یو بل اوسېدونکی نصیر احمد وایي، چې سږ کال دوی په هستۍ کې نیستمن دي، ځکه د ده په خبره تېرکال ورښت زیات او تمه یې دا وه، چې د نورو کلونو پرتله به پيداوار ډېر او په ښه بیه به یې وپلوري.

د کندهار د کرنې اداره وایي، ۶۵۰ زره ټنه کرنیز محصولات لري
د عکس تشریح، د کندهار د کرنې اداره وایي، ۶۵۰ زره ټنه کرنیز محصولات لري

خو نوموړی وایي، د انارو د فصل ټولولو پرمهال د پیرونکو د نشتوالي او سوړ بازار له کبله هرڅه برعکس ده.

د کندهار د کرنې اداره وایي، روان لمریز کال کې د انارو او انګورو په ګډون دغه ولایت ۶۵۰ زره ټنه کرنیز محصولات لري، چې د تېرکال پر تله ۲۰ سلنه زیاتوالي ښيې.

د کندهار انار
د عکس تشریح، د کندهار انار

د دغه شمېرو څخه نژدې ۱۵۰ زره ټنه یې انار دي، چې تمه کېده نیمایې برخه به یې بهرنیو بازارونو ته ولیږل شي .

دغه ولایت کې د سوداګرۍ خونه بیا وایي، چې په روان لمریز کال کې د تېر پرتله له کندهار د کرنیزو محصولاتو په صادراتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

عبدالمنان سږکال د خپلو محصولاتو لپاره تر ټولو بد کال یادوي .
د عکس تشریح، عبدالمنان سږکال د خپلو محصولاتو لپاره تر ټولو بد کال یادوي .

په دې ولایت کې د تازه میوې د ټولنې مشرحاجي نانی اغا وایي، د پاکستان حکومت د لوري پرافغاني محصولاتو د ماليې لوړوالي د انارو د صادارتو مخه ډب کړې .

ښاغلي ناني زیاته کړه، د انارو لویه برخه په اونو کې د ورښت له کبله خرابه شوه، ځکه د ده په خبره نه یې مناسب بازار درلود او نه هم د خوندي ساتلو لپاره یې په دې ولایت کې سوړ ساتنځای.

د کندهار انار
د عکس تشریح، د کندهار انار

په کندهار کې دوه سوړ ساتنځایونه شته، چې دواړه د تخنیکي ستونزو له کبله ترې کار نه اخېستل کېږي.

د کرنې وزارت ۷ کاله وړاندې په کندهار کې د یو بل سوړ ساتنځای چارې پيل، خو د یادې پروژې اته سلنه ودانیزې چارې مخ ته ولاړل او وروسته یې کارونه په ټپه ودرېدل.

د کندهار انار
د عکس تشریح، د کندهار انار

په کندهار کې د سوداګرۍ او پانګونې د خونې چارواکي وایي، سره له دې، چې روان کال د صادراتو په برخه کې ستونزې وې خو د تېرکال پرتله د کرنیزو محصولاتو د صادراتو برخه کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی.

د دغه ادارې مرستیال انجنیرعبدالباقي بینا وایي، سږکال ۱۶۷ زره ټنه بېلابېل کرنیز توکي بهرته لېږدول شوي، چې تېرکال دغه شمېر ۱۲۴ زره ټنه وه .

د کندهار انار
د عکس تشریح، د کندهار انار

ښاغلی بینا وایي، که سږکال هوایي دهلیز بیا فعاله او د پاکستان له اړخه ګمرکي مالیه نه وای پورته شوې، نو تمه کېده، چې د صادراتو کچه به ۲۰۰ زره ټنه ته پورته شي.

کندهار کې مېشت سوداګر تمه ښيې، که د چابهار پرلاره تګ راتګ منظم او هلته دوی ته اسانتیاوې زیاتې شي، ښایې بهرته د صادارتو یوه بله غوره لار اوسي.

د کندهار انار
د عکس تشریح، د کندهار انار

.