"افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدل نن له نیمې شپې پیلېږي"

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images/AFP

د افغانستان امنیت شورا وايي د فبرورۍ له ۲۲مې (شنبه، د کب ۳) به په ټول افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدل پلي شي.

د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل بي بي سي ته وویل، چې افغان حکومت د دې پلان د عملي کولو لپاره "پوره چمتو والی" لري.

نوموړی وايي: "تمرکز پردې ور ټول دی چې له دغې یوې اونۍ موکې څخه پوره ګټه واخیستل شي او موږ سولې ته ورسوي. تردې وړاندې اوربند وشي او د سولې بین الافغاني مذاکرات پیل شي."

ښاغلی فیصل زیاتوي چې د تاوتریخوالي کمولو د هوکړې عملي کېدا به ټول افغانستان کې د فبرورۍ له ۲۲مې (نن شپه ۱۲ بجې د سهار) پیل شي.

د طالبانو یوې سرچینې بي بي سي ته منلې چې د تاوتریخوالي کمېدل به د نن شپې له ۱۲ بجو نه پیلیږي.

د امنیت شورا ویاند وايي، افغان امنیتي ځواکونو ته امر شوی چې "تیار سئ" حالت کې واوسي او په وینا یې له خپلو خلکو، لویو لارو او تأسیساتو نه دفاع ته چمتو وي.

جاوید فیصل زیاتوي چې د داعش او "نورو ترهګرو ډلو" خلاف عملیاتو او نورو فعالیتونو کې بدلون نه راځي.

خو دغې ډلې له دې وړاندې ویلي وو چې له امریکا سره د سولې هوکړه به د تاوتريخوالي د کمولو د پړاو له پیلېدو وروسته لاسلیک شي چې نېټه به يې په جلا جلا اعلامیو کې په ډاکه شي.

څلور ورځې وړاندې (فبروري ۱۸ - سلواغه ۲۹) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي ویلي و، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې به په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت پړاو په راتلونکو پنځو ورځو کې پیل شي.

له امنیتي چارواکو سره په یوه ګډه غونډه کې هغه ویلي و، په دې ورځو کې به طالبان ځانمرګي او راکټي بریدونه نه کوي.

هغه زیاته کړې، چې افغان ځواکونه به د دې پړاو په اوږدو کې چمتو وي، او که چېرې طالبان کوم برید وکړي نو دوی به سملاسي ځواب ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې نړیوال ځواکونه به بیا هم د تېر په څېر د افغان ځواکونو ملاتړ او روزنې بهیر ته دوام ورکوي.

سهیل شاهین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سهیل شاهین ویلي "په دې هکله به دواړه لوري جلا جلا اعلامیې خپروي، چې په هغو کې به د توافقنامې د لاسلیک تاریخ ټاکل شوی وي."

مخکې د امریکا یوه جګپوړه چارواکي ویلي وو چې په افغانستان کې د اووه ورځني اوربند په اړه د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې عملي کېدل به ډېر ژر پېل شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي و، چې امریکايي چارواکو ولسمشر محمد اشرف غني ته ډاډ ورکړی چې طالبان پر دې سلا شوي چې له تاوتريخوالي لاس واخلي.

دوه ورځې وړاندې له امنیتي چارواکو سره په لیدنه کې ولسمشر غني ویلي، سره له دې چې طالبانو د تاوتریخوالي له کمولو سره موافقه کړې، خو افغان ځواکونه باید په هر حال کې د خلکو دفاع ته چمتو اوسي.

ښاغلي غني امنیتي ځواکونو ته ډاډ ورکړی چې د سولې له هوکړې وروسته به هم ناټو او امریکا د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي و، په جمهوریت او د وګړو په حقونو باندې معامله نه کېږي او د سولې هره پرېکړه به د ملي شورا او د اړتیا په صورت کې د لویې جرګې او رایې له لارې کېږي.

ولسمشر غني دوه ورځې وړاندې له افغان امنیتي چارواکو سره د سولې په اړه غږېدلی

د عکس سرچینه، ARG-AFG

د عکس تشریح، ولسمشر غني دوه ورځې وړاندې له افغان امنیتي چارواکو سره د سولې په اړه غږېدلی

وړاندې د امريکا يوه جگپوړي چارواکي ويلي و چې په افغانستان کې د اووه ورځني اوربند په اړه د امريکا د متحده ايالاتونو او طالبانو ترمنځ شوې هوکړې عملي کېدل به ډېر ژر پيل شي او کېداى شي چې د امريکايي پوځيانو وتلو ته لار هواره کړي.

هغه مهال، د طالبانو یوې سرچینې چې په خبرو اترو کې یې برخه درلودلې ویلي وو، ټاکل شوې ده دویمه هوکړه د فبرورۍ پر ۲۹ چې د کب لسمه کېږي لاسلیک او بین الافغاني خبرې به د مارچ میاشتې پر لومړۍ چې د کب ۱۱ مه کېږي، پیل شي.

تېره اونۍ، د 'سي اېن اېن' خبري اژانس د امریکا د دفاع وزارت د دوو چارواکو له قوله ویلي وو، امریکا به روانه اونۍ له طالبانو سره جوړجاړي ته د رسېدو اعلان وکړي.

سي اېن اېن او نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو له خولې ویلي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ دغه جوړجاړی به د تاتریخوالي د کمولو په اړه وي، چې په رڼا کې به یې د دواړو خواوو تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي.

په رپوټونو کې ویل شوي، چې د دې هوکړې له مخې به طالبان د تاوتریخوالي د پاموړ کمونې ژمنه کوي او له افغانانو سره به د سولې خپلمنځي خبرې پیلوي. امریکا به یې په بدل له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو ژمنه کوي.