په ایټالیا کې افغان سفیره او مستشار له دندو ګوښه کړل شوي

افغان سفیره ایټالیا

د عکس سرچینه، @HELENAMALIKYAR\TWITTER

د عکس تشریح، هلینا ملکیار درې میاشتې وړاندې د سفیرې په توګه ګومارل شوې وه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې په ایټالیا کې افغان سفیره هلینا ملکیار او د سفارت مستشار زبیر جوینده له دندو ګوښه کړل شوي دي.

مېرمن ملکیار درې میاشت وړاندې په ایټالیا کې د افغانستان د سفیرې په توګه ګومارل شوې وه.

که څه هم د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد دا ونه ویل چې ولې دا دواړه ډيپلوماتان له دندو ګوښه کړل شوي دي، خو په تېرو څو اونیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي چې د بهرنیو چارو وزارت پنځه ډيپلوماتان "د نظر د اختلاف او له سفیر سره د شخړې له امله له ایټالیا کابل ته غوښتل شوي دي. ''

د دې خبرونو له خپرېدو وروسته د حکومت اجرائیه مشر عبد الله عبد الله د یوه " حکم " په صادرولو سره د هغه څه د بندولو غوښتنه وکړه چې ده " د اصلاحاتو په نوم په بیړه اجرات" بللي و.

په دې " حکم " کې چې د سلواغې په ۱۳مه صادر شو راغلي چې د ملي یووالي حکومت هوکړې په پام کې نیولو او د ملي او نړیوالو ګټو د ساتلو په موخه " په دې حساس وخت او د ټاکنو د پایلو د اعلان په درشل کې " باید د بهرنیو چارو وزارت په مرکز او له هېواده بهر استازولیو کې له دې اقداماتو ډډه وکړي.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ دې " حکم " ته په غبرګون کې ویلي و چې په بهرنیو چارو وزارت کې له سمونونو موخه د ډیپلوماسۍ د دستګاه پیاوړي کول دي.

د ولسمشر وياند لطيف محمود وويل دا کار د ولسمشر د واکونو له مخې کېږي. نوموړي په يوه غږيز پيغام کې وویل"ولسمشر د دولت په راس کې دى."

په دې وروستیو کې ولسمشر غني هارون چخانسوري د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او د وزارت سرپرست وټاکه.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د نوموړي د ګومارلو فرمان کې ویلي، ښاغلی چخانسوري به د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معینیت تر څنګ دغه وزارت کې د اصلاحاتو مسوولیت هم پرغاړه ولري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د روان کال مرغومي میاشت کې اعلان وکړ چې له ولسمشر غني سره په مشوره یې په دې وزارت کې د سمونونو طرحه ترتیب او نهايي کړې ده.

حکم

د عکس سرچینه، CEO

د عکس تشریح، ولسمشرۍ ماڼې دې حکم ته په غبرګون کې وویل چې په بهرنیو چارو وزارت کې سمون د ولسمشر له واکونو دی

د دې سمون پر بنسټ ښايي په دې وزارت کې ۱۷۸ بستونه لغوه شي، چې د چارواکو په وینا په دې سره به په کلنۍ بودیجه کې یو میلیارد افغانۍ وسپمول شي او دا پیسې به پر همدې بنسټ بېرته ولګول شي.

دا سمون وروسته له هغه پیل شو کله چې عبدالله عبدالله ته نږدې کس او د دې وزارت پخواني سرپرست صلاح الدین رباني دنده پرېښوده.

د ښاغلي رباني په پېر کې د ارګ او د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ اختلافات وو.