د سولې د پلان په هکله د عبدالله څرګندونو ته د ارګ غبرګون

ارګ

د عکس سرچینه، Arg

افغان ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسمشر غني د سولې ۷ ماده يي طرحې په تړاو د اجرایه مشر عبدالله عبدالله څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، چې دا طرحه د سولې د ترلاسولو لپاره څرګندې موخې لري.

اجرایه مشر عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ له فرانس پريس خبري اژانس سره مرکه کې دا طرحه خیالي وبلله:

"که ریښتیا ووایو، هیچا هم هغه څه ته چې اوه ماده يي پلان بلل کېږي پلان نه دي ویلي.. دا یوازې هیله ده".

خو دولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، دا طرحه د بې مانا جګړې د پای ته رسولو لپاره د ولسمشر غني د تېرو پنځو کلونو پرلپسې کار او ملي اجماع په پایله کې رامنځ ته شوې ده.

ښاغلي صدیقی خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي: "دا پلان د سولې بهیر کې د راتلونکو ګامونه پایښتي پایله باوري کوي او د ټولشمولیت، پایښت او عزت اصول ډاډمنوي".

دا ارګ غبرګون کې دا هم ویل شوي چې دا پلان د ټیکاو لپاره د تېرو هڅو او پورته شویو ګامونو لړۍ ده چې موخه یې ژر تر ژره د وینې بهولو مخنیوی دی.

د طالبانو او امریکا له نهم پړاو خبرو وروسته تمه وه چې دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسېږي، خو کابل کې د طالبان په یو ځانمګی برید کی د یوه امریکاي په ګډون د ۱۲ کسانو وژل کېدو سره د امریکا ولسمشر ټرمپ دا خبرې لومړی وځنډولې بیا یې مړه وبللې.

مګر له هغه راهیسې افغان کشاله کې ښکېل لوري د دې خبرو بیا پیلېدل غواړي.

د چین خبرې

عبدالله

د عکس سرچینه، AFP

تمه ده چې روانه میلادي میاشت د افغانانو خپلمنځي خبرې په چین کې وشي.

له مسکو او قطر وروسته دا وار چین د افغانانو خپلمنځي خبرو کوربه توپ کوی.

طالبانو ویلي چې د ملابرادر په مشرۍ یو پلاوی یې دې خبرو کې ګډون کوي.

افغان حکومت هم وايي د دې خبرو لپاره یې پلاوی برابر کړی دی خو تر اوسه د افغان حکومت پلاوی جزییات نده په ډاګه شوي.