پر افغان سوله د ولسمشر غني او د چین د بهرنیو چارو وزیر خبرې

غني

د عکس سرچینه، Arg

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په بېجینګ کې د افغان سولې په تړاو پر جوړېدونکې ناسته د دوشنبې په ورځ ناوخته سره وغږېدل.

بي بي سي ته د ارګ یوې نږدې سرچینې ویلي، د افغان سولې په تړاو د بېجینګ خبرې د ولسمشرۍ ټاکنو له لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته د روانې نومبر میاشتې په وروستیو کې پیلېږي.

د ارګ خبرپاڼه وايي، دې ټلېفوني خبرو کې چینايي وزیر وانګ يي ولسمشر غني ته د دې غونډې په تړاو مالومات ور کړل:

دواړو لورو ټینګار وکړ چې د افغان سولې بهیر کې باید افغان حکومت او خلک بنسټیز رول ولري.

په پام کې وه د افغان سولې په اړه د تېر اکټوبر پر ۲۹ او ۳۰ د چین په کوربتوب په بېجېنګ کې د طالب او افغان حکومت استازو په ګډون ناسته شوې وی، خو تر نامالومې نېټې وځنډېده.

هغه مهال وسلوالو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې روښانه کړې وه چې په دې ناسته کې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دوی یو پلاوی ګډون کوي.

خو د سولې په برخه کې د افغان حکومت وزارت ویل، د دې ناستې په هکله له چینايي چارواکو سره خبرې کوي او که دې برخه کې د منلو وړ معیارونه په پام کې ونیول شي، نو دوی به پکې د ګډون پرېکړه وکړي.

مګر وړمه ورځ( د نومبر ۳) د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وویل، په چین کې له وسله والو طالبانو سره د بین الافغاني ناستې لپاره افغان حکومت خپل پلاوی ټاکلی او غونډې ته نژدې ورځو کې به یې اعلان کړي.

له دې مخکې ولسمشر غني د افغان سولې په تړاو خپله یوه طرحه وړاندې کړه او ارګ ویلي، له ګاونډیو، سیمه ییزو او په افغان سوله کې له ښکېلو هېوادونو یې غوښتي چې د سولې لپاره د افغان حکومت د طرحې ملاتړ وکړي.

له نورو ناستو سره د بېجنیګ د ناستې توپیر

صدیقي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ولسمشر ویاند وايي افغان حکومت د چین خبرو لپاره پلاوی ټاکلی دی.

یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، د بیجنګ غونډه به په قطر کې د طالبانو او امریکایانو، او همدا راز د افغان سولې په اړه له نورو پخوانیو غونډه جلا وي.

دا سرچینه زیاتوي، د بیجنګ په غونډه کې به د بحث اجنډا بدله وي، او پر یو لړ نورو نویو موضوعاتو به د ټولو ښکېلو غاړو ترمنځ خبرې اترې کېږي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې پر ورځ کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د بیجنګ ناستې لپاره د افغان پلاوي په اړه له سیاسي ډلو او نورو خواو سره سلا مشورې شوې دي.

ښاغلي صدیقي وویل، دا ټاکل شوی پلاوی کولی شي د افغانستان، جمهوریت او هغو ټولو ارزښتونو دفاع وکړي چې په خوره لوړه بیا ترلاسه شوي او ساتل شوي.

د افغانانو خپلمنځي خبرې

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبان وايي د ملا برادر په مشرۍ د دوی پلاوی د چین خبرو کې ګډون کوي.

د افغانانو خپلمنځي خبرې لومړی مسکو او بیا قطر کې وشوې.

ور سره هممهال د طالبانو او امریکا خبرې هم روانې وې او تر نهم پړاو خبرو وروسته تمه وه د سولې تړون وشي.

خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په تېرسپټمبر کې د یوه خونړي برید په غبرګون کې چې د یوه امریکايي سرتیری په ګډون ۱۲ کسان پکې ووژل شو له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه اعلان کړې.

خو له هغه راهیسې پر افغان خواوو سربېره اروپايي ټولنه، روسیه، ایران پاکستان او د افغان کشالې نور ښکېل لوري د دې خبرو بیا پیلېدل غواړي