تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بښنې نړیواله ټولنه: افغانستان کې د تاوتریخوالي هېڅ کچه د منلو نه ده
د بښنې نړیوالې ټولنې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمول باید د ولسي مرګ ژوبلې د بشپړ مخنیوي په مانا وي.
دې ټولنې په یوه وینا پاڼه کې پر امریکا او طالبانو غږ کړی، چې د سولې په روانو خبرو کې باید دا ژمنه وکړي، چې د جګړې قوانینو ته به غاړه ږدي او پر ولسي وګړو به هر ډول بریدونه دروي.
دا غوښتنه داسې مهال شوې، چې امریکايي او طالب استازي په قطر کې د سولې هوکړې ته د رسېدو هڅه کوي، چې یو مهم ټکی پکې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمول دي.
د افغان حکومت دریځ دا دی، چې په وینا یې د تاوتریخوالي د کمولو پر ځای دې د اوربند ژمنه وشي.
په تېره یوه اونۍ کې امریکايي او طالب استازي د قطر په دوحه کې د تړلو دروازو ترشا په خبرو بوخت وو، چې ظاهراً په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو پرسر هوکړې ته رسېدل یې موخه وه.
د بښنې نړیوالې ټولنې ویلي، ''په یوه جګړه کې چې پر ملکي وګړو بریدونه تر سترګو کېږي د تاوترخوالي د کچې کمولو اصطلاح بې مانا ده. د تاوتریخوالي هېڅ کچه د منلو نه ده. امریکا او د افغانستان طالبان باید د جګړې قوانینو ته ژمن وي او پر عامو افغانانو بریدونه پای ته ورسوي."
افغانستان کې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګژوبلې په تړاو د ملګرو ملتونو په رپوټ کې راغلي چې د افغان ځواکونو په بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګونو کچه لوړه شوې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) د خپاره شوي رپوټ له مخې، د ۲۰۱۹ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې افغانستان کې ۲۵۶۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۵۶۷۶ نور ټپیان شوي دي.
له ۲۰۰۹ راهیسې چې یوناما د ولسي مرګژوبلې شمېرې ثبتوي، وايي چې تر اوسه تر سلو زرو ډېر افغانان وژل شوي دي.
په دې موده کې کابو ۳۴۰۰۰ ولسي وګړي وژل شوي چې ډېری یې ماشومان دي. افغانستان په نړۍ کې د ماشومانو لپاره ناخوندي ځای ګڼل شوی دی.
د ولسي مرګ ژوبلې مسوول څوک دي؟
په سوېلي اسیا کې د بښنې نړیوال سازمان سیمه ییز مرستیال عمر وراج وايي: "تر هغو د سولې ادعاوې جدي نه نیول کېږي چې ښکېلې غاړې پر ولسي وګړو بریدونه ونه دروي. دوی باید د ولسي وګړو خوندیتوب ته ژمن وي او پر ولسي وګړو هر ډول بریدونه وارزول او عاملین یې محاکمه شي. د سولې خبرې باید په هر ډول شرطونو کې د مجازاتو د مصونیت مجوز ونه ګرځي."
په یاد رپوټ کې راغليو د دولت، نړیوالو ځواکونو، طالبانو او نورو وسله والو ډلو له خو ولسي وګړي په نښه کېږي.
په رپوټ کې راغلي، طالبان او نورې وسلې والې ډلې "قصداً جنګي جرمونه" کوي چې ان ښوونځي، او جوماتونه هم په نښه کوي.
ددغه رپوټ له مخې، دولت پولي او نړیوال ځواکونه هم په هوايي بریدونو کې د ولسي وګړو د وژلو مسوول دي چې همدوی د "شپنیو عملیاتو" مسوولیت لري.
د بښنې نړیوالې ټولنې ویلي په یوه جګړه کې چې پر ملکي وګړو بریدونه تر سترګو کېږي د تاوترخوالي د کچې کمولو اصطلاح بې مانا ده. د تاوتریخوالي هېڅ کچه د منلو نه ده.
امریکا او د افغانستان طالبان باید د جګړې قوانینو ته ژمن وي او پر عامو افغانانو بریدونه پای ته ورسوي."