تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یوناما روانه میاشت افغانستان کې ولسي مرګ ژوبله بوږنوونکې بولي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازۍ د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په دوام اندیښنه ښيي او د جګړې په ښکیلو خواوو د وګړو د خوندیتابه غږ کوي.
دا اداره په یوه اعلامیه کې وايي، روانه میلادي میاشت د جنګ دواړو غاړو په حملو کې د وژل شویو ولسي وګړو وضعیت بوږنوونکی دی.
په اعلامیه کې د یوناما د مشر تادامیچي یاماماتو پر ښکېلو غاړو غږ کړی چې د ولسي مرګ ژوبلې مخنیوي ته جدي پام وکړي.
د ملګرو ملتونو د استازۍ دې بیان کې د پروان، زابل، هلمند او ننګرهار پېښو ته اشاره شوې ده.
یوناما وايي، د سپټمبر پر ۱۷ پروان کې د ولسمشر غني پر کمپاین غونډه ځانمرګي برید کې ۳۰ کسان وژل شوي او ۵۱ نور ټپیان شوي.
له دې برید دوه ورځې وروسته زابل کې هم د طالبانو موټربم برید ته اشاره شوې چې په ولایتي روغتون وشو او پکې ۲۵ کسان کسان ووژل او نږدې سل ټپیان شول.
په همغه ورځ په ننګرهار کې د بې پیلوټه الوتکې د برید خبر شو چې چارواکو ویل داعش وسلوال پکې په نښه شوي، خو وروسته یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته ومنله هغه برید کې د ځنغوزیو ۱۵ کارګر وژل شوي او شپږ ټپیان دي.
خو د ننګرهار د ولايتي شورا يوه غړي اجمل عمر وويل، دې پېښه کې ولس ته مرګ ژوبله اوښتې چې پکې لږترلږه ۳۰ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ژوبل دي.
تېره دوشنبه افغان ځواکونو د هلمند موسا کلا کې پر وسلوالو د برید خبره وکړه، خو د هلمند ولایتي شورا او د موسا کلا ولسوالۍ ځایي خلکو وویل، د کورنیو او بهرنیو ځواکونو په دغو هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې ۴۰ ولسي وګړي وژل شوي دي.
د یوناما دا څرګندونې په داسې مهال دي چې د شنبې په ورځ افغانستان کې ولسمشرۍ ټاکنې دي.
وسلوالو طالبانو د پنجشنبې په ورځ یوه اعلامیه کې له افغانانو وغوښتل چې ټاکنو کې ګډون ونه کړي.
خو یوناما پر طالبانو غږ کړی چې ټاکنو کې د ولس خوندیتوب ته پام وکړي.
له طالبانو د انساني حقونو د کمېسون غوښتنه
ورته غوښتنه د افغانستان د انساني حقونو دفتر هم کړې او یو کمېشنر یې شکرالله مشکور وايي، هر ډول وېره اچول د انساني حقونو ښکاره خلاف ورزي ده:
"د انساني حقونو خپلواک کمېسون پر طالبانو غږ کوي چې د ټاکنو امنیت ګډوډ نه کړي او ملکي وګړو ته دې مرګ ژوبله نه اړوي".
په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون پر افغان امنیتی ځواکونو غږ کوي چې ټاکنو کې د ولس د امنیت خوندیتوب لپاره اړین تدبیرونه ونیسي.
بل لور ته د افغانستان کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د ټاکنو بهیر ګډوډ کړي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د طالبانو خبرپاڼه پروپاګند بولي او وايي، امنیتي ځواکونه د تیارسئ په حالت کې دي.