کرزى: حکومت دې اوربند د سولې خبرو نه پيلولو پلمه نه جوړوي

د افغانستان پخوانى ولسمشر حامد کرزی وايي، افغان حکومت دې اوربند د خبرو نه پيلولو لپاره نه پلمه کوي.

ښاغلي کرزي له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، ددې پرځای دې حکومت هر هغه اقدام وکړي چې د سولې د راتلو هيله په کې نغښتي وي.

نوموړی زیاتوي "هر هغه اقدام چې د خبرو اترو او د مذاکراتو د پیلېدو چټکتیا په کې وي، هڅونه په کې وي او د سولې د راتلو اميد په کې وي او ژر تر ژره کیږي، هغه دې ترسره کړي."

ښاغلي کرزي دا وړانديز هم درلود چې افغان حکومت ددې ترڅنګ دا ټکي باید په پام کې ونیسي چې هرومرو دې پر اوربند ټینګار وشي او سوله وغواړي. د نوموړي په وينا"بالاخره باید د مذاکراتو په پایله کې دا کار (اوربند) وشي، خو دا باید د مذاکراتو د نه پیلېدو پلمه نه وي."

په همدې حال کې د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د تاوتريخوالي د کچې کمېدا سره د طالبانو د احتمالي هوکړې په تړاو راپورته شويو ادعاو ته په غبرگون کې ويلي، د "تاوتریخوالي کمول" ناڅرگنده طرحه او له واقعیته یو ډول تېښته ده.

ښاغلي دانش چې د بشري حقونو د مدافعینو ستراتیژۍ د ساتنې په غونډه کې خبرې کولې وویل، "د تاوتریخوالي کمول" د نړیوالې ټولنې تېر ايستنه او له رښتینې سولې تېښته ده.

هغه زیاته کړه چې کېدای شي د طالبانو له داسې توجیهاتو سره امریکا چمتو شي چې د سولې هوکړه لاسلیک کړي، خو په وینا یې دا کار به له افغانانو سره چې د قضیې اصلي اړخ دي، هېڅ مشکل حل نه کړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د سولې په خبرو کې د مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو او قومي او ټولنیزو ډلو په ګډون د افغانستان خلک او دولت ګوښه ساتل شوي او په داسې وضعیت کې دده په خبره هغه سوله چې "افغانان یې غواړي ناشونې ده."

د ولسمشر دویم مرستیال د دې ترڅنګ چې د دولت لخوا د سولې پر هرکلي ټینګار وکړ، خو زیاته یې کړه چې تر ټولو مهم "د سولې د خبرو لپاره میکانیزم او ورته مناسبه فضا ده."

سرور دانش زیاته کړه، تر هغې چې د افغان دولت په محوریت د سولې بین الافغاني مذاکرات پيل نه شي او سرتاسري اوربند ونه شي، "د دواړو اړخونو ترمنځ به هېڅ باور یا راتلونکې ته هېڅ هیله به نه وي."

ښاغلي دانش ټینګار وکړ "پر امارتي نظام یا هر هغه نظام چې د دیکتاتوري او زورواکي رنګ لري او د جمهوریت او بشري حقونه نقض کړي، نه یوازې چې سوله به رانه ولي بلکې د په بېلو نومونو به افغانستان کې جګړه زیاته کړي."

وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي، قطر ته د ورتګ پر مهال هیله مندي ښودلې، چې د اسلام اباد په همکارۍ، د سولې د خبرو په مټ د افغانستان کړکېچ پای ته رسېدونکی دی.

هغه په دوحه کې له خپل قطري انډول، محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني، سره لیدنه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د روانو خبرو په اړه غږېدلی دی.

ښاغلي قریشي په دې لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې د افغان سولې په روان بهیر کې بشپړه همکاري کوي.

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ویلي وو، چې استازي یې له امریکايي لوري سره د سولې د تړون پر لاسلیک او اړوندو مراسمو غږېدلي.

رپوټونه وايي، طالبانو له امریکا سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو ته غاړه ایښې، خو ټینګار کوي، چې پر اوربند به وروسته له افغانانو سره خبرو کې غږېږي.

خو طالبانو د طرحې جزئیات لا هم روښانه نه دي او دې چارې په کابل کې اندېښنې پارولې دي. د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهيل شاهين د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې د طالبانو د سیاسي پلاوي مشر ملا برادر د پنجشنبې په ورځ د امریکا له ځانګړي استازي سره د سولې د توافقنامې د لاسلیک پر مراسمو خبرې کړې.

طالبانو ویلي چې له امریکا سره د توافقنامې له لاسلیک وروسته به د افغانانو خپل منځي خبرې پیل شي. له دې مخکې د رویټرز خبري اژانس په یوه رپوټ کې ویل شوي، طالب مشرانو د چهارشنبې پر ورځ منلي چې د لسو ورځو لپاره به له افغان حکومت سره تاوتریخوالي کې کموالی راولي.

بل پلو، وړمه ورځ د افغان سولې خبرو لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په دوبۍ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي، د اروپايي ټولنې او جرمني له ځانګړو استازو او فرانسې او د ناټو له ملکي سفیر سره په دوبۍ ښار کې کتلي او له طالبانو سره د خپلو خبرو جزيات یې ورسره شریک کړي.

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارک پوتزل پر خپله ټویټر پاڼه ليکلي چې هغوی د سولې یوه هر اړخیز توافق ته د افغانستان د رسېدو په خاطر پر ګامونو بحث کړی او هوکړه يې کړې چې د تاوتريخوالو کمول مهم دي.