تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
حامد کرزی: افغان حکومت دې د سولې خبرو د نه پیلولو پلمې نه لټوي
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، افغان حکومت دې د اوربند په پلمه د مذاکراتو نه پيلېدو لپاره بهانه نه جوړوي. ښاغلی کرزی له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې وايي، د دې پرځای دې هر هغه اقدام وکړي چې د سولې د راتلو هله پکې وي.
نوموړی زیاتوي "هر هغه اقدام چې د خبرو او مذاکراتو د پیلېدو چټکتیا پکې وي، تشویق د سولې د راتلو امید پکې وي او ژر تر ژره کېږي، هغه دې ترسره کړي."