هند د کشمیر په هکله د ډونلډ ټرمپ څلورم ځل وړاندیز هم ونه مانه

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د هند حکومت له پاکستان سره د کشمیر کشالې د اواري په هکله د امریکا د ولسمشر وړاندیز ونه مانه.

هند وايي، د کشمیر کړکېچ کې د دریم کس رول ته اړتیا نشته.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رویش کمار زیاتوي:

"د کشمیر په هکله زموږ دریځ پوره روښانه دی، دا د هند او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه مسله ده، موږ یې له پاکستان سره په ګډه حلولی شو".

د نوي ډېلي دا غبرګون له هغه وروسته دی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ په داووس کې د پاکستان لومړي وزیر سره ګډه خبري غونډه کې وویل، امریکا د کشمیر مسله څاري.

هغه د کشمیر کشالې د حل لپاره د خپلو هڅو وړاندیز وکړ او ویې ویل، د کشمیر په هکله به د پاکستان او هند ترمنځ هغه مرسته وکړي چې کولی یې شي.

دا تېرو پنځو میاشتو کې د کشمیر کشالې په حل کې د خپل رول لوبولو لپاره د ښاغلي ټرمپ څلورم وړاندیز دی.

د چارشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د کشمیر په تړاو د ولسمشر ټرمپ وروستی وړاندیز یاد کړ او ویې ویل، داسې ښکاري چې د هند دریځ کې کوم بدلون نه راځي:

"د ولسمشر ټرمپ هیله غوره ده، خو ماته داسې نه ښکاري چې نوی ډېلی یې ومني".

له بلې خوا د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رویش کمار وايي:

"کشمیر کې د اندېښمنوونکي حالت د پیدا کولو لپاره د پاکستان هڅې دا مهال ناکامې دي او نړۍ پاکستان په دوه مخۍ پېژني".

ټرمپ او عمران

د عکس سرچینه، Getty Images

د داووس نړیواله اقتصادي سرمشریزه کې د امریکا ولسمشر د پاکستان لومړی وزیر خپل ملګری وباله.

که څه هم ولسمشر ټرمپ خپلو خبرو کې کشمیر او سوداګري یاده کړه، خو عمران خان اول پر افغان کشاله وغږېد او ویې ویل، اسلام اباد او واشنګټن د افغان کړکېچ په هکله یو شان دریځ لري.

وروسته عمران خان له هند سره د اړیکو او د کشمیر په هکله خبرو کې هیله وښوده چې امریکا به د دې ستونزې اوارولو کې خپل رول ولوبوي.