افغان ټاکنې؛ د څه باندې پنځو زرو محلونو رایې بیا شمېرل کېږي

د عکس سرچینه، ECCAfghanistan
د دغه کمېسیون مشرې زهره بیان شینوارې د سې شنبې په ورځ (مرغومې ۲۴مه) خبریالانو ته وویل، د ۲۱ ولایتونو د محلونو رایې بیا شمېرل کېږي.
د هغې په وینا، د ثبت شویو شکایتونو د ارزونې پربنسټ، د ۱۰۹ محلونو رایې باطلې شوې دي، چې د کابل، بدخشان، غور او پکتیا اړوندې رایې دي.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د معلوماتو پربنسټ، په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې ۲۶ زره او ۵۸۰ محلونه پرانیستي وو چې د کمېسیون د پرېکړې له مخې د ځینو محلونو رایې باطلې اعلان شوې او په پایله کې یې د څه باندې ۲۴ زره ملحونو رایې د لومړنیو پایلو اړوندې دي.
د اغلې شینوارې په وینا، د شکایتونو کمېسیون د ولایتي دفترونو د پرېکړو پر بنسټ، ۵۷ کسان نغدي جریمه شوي او ۷۱ کارمنان یې له دندو شړلي دي.
دغه کمېسیون ټینګار کوي یادې پرېکړې وروستۍ دي او د شویو شکایتونو پربنسټ شوې دي.
د یاد کمېسیون غړي قاسم الیاسي وویل، په راتلونکو دوو ورځو کې به د رایو شمېرلو همغږی پروګرام ټاکنیز کمېسیون ته وسپاري او بیا به د رایو بیا شمېرل پیل شي.
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د څه باندې شپاړس نیم زره ثبت شویو شکایتونو له ډلې، له نیمایي ډېر بیرته رد کړي دي.
په رد شویو شکایتونو کې ډېر هغه د عبدالله عبدالله د ټاکنډلې او وروسته بیا د محمد اشرف غني او ګلبدین حکمتیار د ټاکنیزو ټیمونو دي.
د شکایتونو کمیسیون د ولایتي دفترونو د پرېکړو په تړاو د استیناف غوښتنې لړۍ هم نن سې شنبه پيل شوه.
دغه کمیسیون وایي، د هیڅ ډلې تر فشار لاندې نه دي او په بې پریتوب سره خپلې پریکړې کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د زرګونو محلونو د رایو بیا شمېرلو دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې ټاکنیز کمېسیون هم د لومړنیو پایلو تر اعلانولو مخکې د څه باندې اتو زرو محلونو رایې بیا شمېرلې وې.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مرغومې پر لومړۍ د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، چې پربنسټ یې محمد اشرف غني تر پنځوس سلنې ډېرې رایې او عبدالله عبدالله په دویم کتار کې راغلي وو.
د ښاغلي غني رایې څه باندې ۹۲۳ زره وې چې (۵٫۶۴ سلنه) او د عبدالله د رایو شمېر څه باندې ۷۲۰ زره و (چې ۳۹٫۵۲ سلنه) یې جوړوله.










