د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون: د اونۍ تر پایه به د ۹۰ سلنه شکایتونو په تړاو پرېکړه وشي

د عکس سرچینه، Independent Electoral Complaints Comission of Afgh
افغان چارواکي وايي، له کندهار، ننګرهار، هلمند او پلازمېنې کابل پرته چې د دوی په خبره د ټاکنیزو شکایتونو شمېر پکې ډېر دی، په نورو ډېری ولایتونو کې د ولسمشرۍ ټاکنو د شکایتونو حقوقي ارزونه پیل شوې ده.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مسوولین وايي، د اونۍ تر پایه به د نوې سلنه شکایتونو په تړاو پرېکړه وکړي.
د دغه کمېسیون په وینا د درې سوه زره هغو رايو په تړاو چې ادعا کېږي، د بایو مټریک او د پایلو فورم تر منځ یې توپیر دی او جعلي دي، تفصیلي ارزونه هم په همدې پړاو کې تر سره کېږي.
چارواکي وايي، د ټاکنو کمېسیون مرکزي سیسټم ته د دوی د ولایتي همکارانو نه لاسرسی د رایو ناسموالي اثبات کې یوه لویه ننګونه ده.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یو کمشنر قاسم الیاسي وايي، که د دوی ولایتي دفترونه د ټاکنو کمېسیون مرکزي سیسټم ته لاسرسی ومومي، په خبره یې د اونۍ تر پایه به د ۹۰ سلنه ټاکنیزو شکایتونو په تړاو پرېکړه وکړي.
له نژدې ۱۶۵۰۰ شکایتونو چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په وینا له دوی سره ثبت شوي دي، نژدې دوه زره یې اسناد نه لري او یا غیر موجه دي چې په وینا یې د قانون له مخې ښايي رد شي.
خو کمېسیون چارواکي زیاتوي ډېری شکایتونه د درې سوه زره هغو رایو په تړاو دي چې جعلي بلل کېږي او یا یې د بایو مټرېک رایو او پایلو فورمې تر منځ توپیر یادېږي.
کمېسیون چارواکي چې دغه ډول شکایتونه جنجالي بولي وايي، روانه اونۍ به په تفصیل سره دغه ډول شکایتونه وارزوي او که شکایت کوونکي ټاکنډلې کره ثبوتونه وړاندې کړي، د یو شمېر ټاکنیزو محلونو د رایو بیا شمېر په ګډون به یې په تړاو غور وکړي.
د شکایتونو کمېسیون ته ډېری شکایتونه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنډلې کړي دي.








