ټاکنو کمېسیون: د ۷ ولایتونو رایو له بیا شمېر پرته د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوو

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي
د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې په ۷ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنې بهیر له بشپړیدو پرته چې اعتراض کوونکو يي د بیا شمېرنې مخه نیولې، د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوي.
کمېسیون چارواکي وايي د رایو له بیا شمېرنو، څېړنو او حقوقي بحثونو وروسته دې پایلې ته رسیدلي چې 'د خلکو انتظار نور پای ته ورسوي. '
بل لور ته د دې ټاکنو یوه کاندید او اوسني اجراییه رییس عبدالله عبدالله ویلي چې د دوی 'قانوني غوښتنو ' ته له رسېدو پرته د پایلو پر اعلان به بې توپیره پاتې نه شي، خو د ټاکنو کمیسیون په ټولو نوماندانو د صبر او قانون ته د درناوي غږ کړی دی.
په ورته وخت کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي د ۳۰۰ زره جنجالي رایو په اړه د دریځونو ارزونه یې پیل کړې ده.
دغه کمېسیون وايي، شکایتونه ور رسېدلي او دوی يي د یوې ځانګړې تګلارې له لارې څېړي.
د ټاکنو کمیسیون یوه ویاند ذبیح سادات ماښام ناوخته بي بي سي ته وویل که په وروستي راپور کې ځينې شته نیمګړتیاوې حل شي کمېسیون دا پرېکړه کړي چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي:
''اوس به دارلانشا هغه راپور بېرته بشپړوي چې لږ ډېرې پوښتنې پکې وې له هغې وروسته به د ټاکنو کمېسیون د هغې په اړه خپله پرېکړه او تطبیقات کوي که دوی وکولای شي چې نن دارلانشا خپل وروستۍ راپور بشپړ کړي او رهبري هم پرېکړه وکړي، نو که خدای کول سبا به لومړنۍ پایلې اعلان شي ''
بل لور ته د ثبات او همپالنې ټاکنډله چې د رایو بیا شمېرنې بهیر سره مخالفت کوي وايي، له دې کاره مخکې باید هغه ۳۰۰ زره رايي باطلې اعلان شي چې دوی يي بې باوره او ناقانونه ګڼي.
د دغې ټاکنډلې مشر او اوسني اجرایيه رییس عبدالله عبدالله نن یو ځل بیا پخپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې که د ټاکنو کمېسیون د انتخاباتي ټکټونو 'قانوني غوښتنو ' ته له رسېدا پرته لومړنۍ پایلې اعلان کړي، د کمېسیون اعلان به و نه مني.
ده ویلي چې د داسې اعلان پر وړاندې به بې توپیره هم پاتې نه شي.
د رایو په اړه د بېلابیلو ټیمونو له بېلا بېلو دریځونو وروسته له اتو زرو څخه د ډېرو محلونو رایو بیا شمېرنه او څېړنه له ۵ ورځني ځنډو وروسته د لړم میاشتې په ۲۶ پیل شوه.
دا بهیر په ۲۷ ولایتونو کې بشپړ شوی خو په اوه نورو ولایتونو کې يي اعتراض کونکو مخه نیولي ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې جنجالونو وروسته د ټاکینیزو شکایتونو کمېسیون هم ویلي چې د یوې ځانګړي کړنلارې له مخې د ۳۰۰ زرو رایو په اړه د دریځونه ارزونه کوي.
د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د تلې میاشتې په شپږمه نېټه تر سره شوې خو له هغه وخت راهیسې يي دوه ځله د لومړنۍ پایلو مهالوېش ځنډولۍ دی.
د ټاکنو کمیسیون د بیا شمیرنې بهیر د بشپړیدو لپاره څو مشورتي ناستې وکړې چې که اعتراض او نیوکه کونکي لورو ته په ټپه له ولاړ حالت څخه د وتلو قناعت ورکړي، خو تر اوسه د محمد اشرف غني په مشری د دولت جوړونکي ټاکنډلې پرته نورو ټاکنډلو د پایلو اعلان ته زړه نه دی ښه کړی.








