واشنګټن پوسټ: امریکایي حکومتونو د افغان جګړې په اړه خپلو خلکو ته درواغ ویلي

امریکایۍ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یو شمېر پخوانیو محرمو اسناد په را برسېره کولو سره ادعا کړې ده چې په تېرو ۱۹ کلونو کې امریکایي حکومتونو د افغان جګړې په اړه خپلو خلکو ته بیا بیا درواغ ویلي دي.

یاده ورځپاڼه وایي، د امریکا جګپوړي سیاسي او پوځي چارواکي په بېلابېلو پړاوونو کې پوهېدل چې افغان جګړه نور د ګټلو نه ده، خو خپل ولس ته یې داسې پیغام ورکاوه چې ګواکې هلته هر څه سم روان دي.

واشنګټن پوسټ وایي، مالوماتو ته د لاسرسي د قانون پر بنسټ یې د دې محرمو اسنادو د را برسېره کولو لپاره یې محکمه کې درې کلنه مبارزه کړې ده.

دا اسناد کابو ۲۰۰۰ پاڼې دي او د هغې فدرالي پروژې برخه دي چې د افغان جګړې د ناکامیو او نیمګړتیاو د اروزنې لپاره ترسره شوې وه.

د دې پروژې په ترڅ کې له جګپوړو امریکایي پوځي جنرالانو، دیپلوماتانو، خیریه کار کوونکو او افغان چارواکو سره مرکې شوې دي.

که څه هم د دې کسانو هویت نه دی ښودل شوی، خو ګڼو کسانو په خپلو څرګندونو کې د افغان جګړې او د امریکا پر ناپوهۍ او ناسمو تګلارو او پرېکړو سختې نیوکې کړې دي.

واشنګټن پوسټ خپل رپوټ کې د جنرال ډګلس لوټ څرګندونې راخیستې دي، چې د ولسمشرانو جورج بوش او باراک اوباما په واکمنیو کې د افغان جګړې په برخه کې د سپینې ماڼۍ یو مهم سلاکار و.

نوموړي په ۲۰۱۵ کال کې دې فدرالي پروژې ته ویلي، امریکایان اصلاً په افغانستان نه پوهېدل، او په دې نه پوهېدل چې هلته څه کوي او د څه ترلاسه کولو لپاره افغانستان ته تللي.

نوموړی وایي، د امریکا د دفاع وزارت، د بهرنیو چارو وزارت او کانګرس د افغان جګړې په اړه یوه خوله نه وو.

دی په افغانستان کې ۲۴۰۰ امریکایي پوځیان د وژنې پړه هم د حکومت پر همدې ناپوهۍ او ګډوډۍ ور اچوي.

د امریکا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، له ۲۰۰۱ کال راهیسې کابو ۷۷۵۰۰۰ امریکایي پوځیانو په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی دی، او ځینې یې تر یو ځل ډېر هلته تللي.

له دې ډلې شاوخوا ۲۳۰۰ وژل شوي دي او تر ۲۰ زرو ډېر افغانستان کې د ماموریت پر مهال ټپیان شوي.

واشنګټن پوسټ وایي، د افغان جګړې د ارزونې او پلټنې دې فدرالي پروژې جوته کړې ده چې د امریکا درې ولسمشران، جورج بوشو، باراک اوباما او اوسنی ولسمشر ډونلډ ټرمپ په افغان جګړه کې پاتې راغلي.

ورځپاڼه د دې موندنو پر بنسټ وایي،درې واړه ولسمشران او د دوی پوځي جنرالان نه دي توانېدلي چې د افغان جګړې په اړه له خپل ولس سره کړې ژمنې پوره کړي.

دوی همدا راز په افغانستان کې د فساد په مخنیوي، د افغان امنیتي ځواکونو په سمه روزنه او سمبالښت او د نشیي توکو د کرکیلې په ختمولو کې پاتې راغلي.

د پروژنې موندنې ښیي چې امریکایي پوځي او سیاسي چارواکو په لوی لاس د افغانستان وضعیت په اړه خپل خلکو ته درواغ ویلي او هڅه یې کړی چې خپلې نیمګړتیاوې او ناکامۍ پټې، او د بري ادعاوې وکړي.