ارګ: ولسمشر ټرمپ افغانستان کې د سولې لپاره پر اوربند ټينګار کړی

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د سولې په خاطر د اساسي شرط په توګه پر حتمي اوربند ټینګار کړی.

له ارګه په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د متحدو ایالتونو ولسمشر له خپل افغان سیال محمد اشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې د افغان حکومت د سولې اووه ماده ییز پلان ته په اشارې سره وویل:

''د دې لپاره چې د سولې پروسه بریالۍ شي، پکې د افغان حکومت مدیریت او شمولیت حتمي دی او باید سر له اوسه پیل شي. ''

خبر پاڼه زیاتوي چې د دواړو هېوادونو مشرانو د سولې پر پروسې او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په پرمختګونو خبرې کړې او ولسمشر ټرمپ د امریکا متحدو ایالتونو ته د یوه رسمي سفر لپاره ولسمشر غني ته بلنه ورکړه.

له دې مخکې د امریکا ولسمشر تېره شپه په یوه ټویټ کې ویلي چې کابل کې د امریکایي پوهنتون د دوه استادانو د خلاصون خوښي د هغوی له کورنیو سره یو ځای لمانځي.

ښاغلي ټرمپ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني مننه کړې ده چې د دې استادانو او د طالب بندیانو د تبادلې په معامله کې یې ډاډه ګام واخیست او مرسته یې وکړه.

ولسمشر ټرمپ لیکلي:

"موږ د کېون کېنګ او ټېموتي ویکس د ازادېدو په خوشالۍ کې د هغوی له کورنیو سره شریک یو. د ولسمشر غني د ډاډه مرستې مننه کوو. هیله لرو چې دا ګام به د سولې په برخه کې نورو مثبتونو خبرو ته لار هواره کړي، لکه داسې یو اوربند چې د دې اوږدې جګړې په ختمولو کې به مرسته وکړي".

له دې وړاندې پرون چارشنبه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني‌ ویاند صدیق صدیقي هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي وو چې د امریکایي پوهنتون د استادانو د خلاصون په بدل کې د طالب بندیانو ازادول یوه سخته پرېکړه وه.‌

خو ښاغلي صدیقي لیکلي، افغان حکومت دا پرېکړه د جنګ د ختمېدو، د سولې راتلو لپاره او بشري حس له مخې کړې ده.

سپینې ماڼۍ هم پرون چارشنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دې معامله کې د افغان حکومت د ډاډمنې مرستې مننه کړې وه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني‌ څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې کابل کې د امریکایي پوهنتون دوه برمته شویو استادانو د خلاصون په بدل کې درې تنه طالب بندیان، انس حقاني، عبدالرشید او مالي خان له بګرام زندانه خوشي کوي.‌

وسله والو طالبانو هم یوه اعلامیه کې د بندیانو د دې تبادلې هرکلی کړی او هیله یې ښودلې ده چې دا ګام به د افغان سولې په بهیر کې مرسته وکړي.

طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلي، د بندیانو د دې تبادلې په ترڅ کې یې د امریکایي پوهنتون د استادانو ترڅنګ لس تنه افغان پوځیان هم له بند خوشي کړي دي.

یو شمېر نړیوالو ادارو او بهرنیو هېوادونو هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د دې تبادلې هرکلی کړی.

د انس حقاني په ګډون درې تنه طالب بندیان چې له بګرام زندان خوشي‌ شول، اوس قطر کې دي.

د امریکایي پوهنتون د خوشي شویو استادانو په اړه هم ویل کېږي چې له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي‌ دي.