د ناکامورا کورنۍ د مړي لېږد لپاره افغانستان ته ورسېده

ارګ

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، د ناکامورا مېرمن او لور په ارګ کې له ولسمشر غني او لومړۍ مېرمن رولا غني سره لیدلي

په افغانستان کې د وژل شوي جاپاني خیریه کارکوونکي ډاکټر تېڅو ناکامورا کونډه او مشرۍ لور نن 'جمعه ۶ دسمبر ' افغانستان ته رسېدلې دي چې د ده مړى له ځان سره يوسي.

دی او پنځه افغان ساتونکي يې نامعلومه وسله والو چهارشنبه په يو وسله وال بريد کې د افغانستان په ختيځ ښار جلال اباد کې ووژل.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر محمد اشرف غني د ناکامورا له کونډې او لور سره په لیدنه کې له هغوی سره خواخوږي څرګنده کړې، د دغه وژل شوي خیریه کارکوونکي د خدمتونو ستاینه کړې، د هغه وژل کېدل یې یوه لویه فاجعه بللې ده.

د ویډیو تشریح، د ناکامورا کورنۍ د مړي لېږد لپاره افغانستان ته ورسېده

خبر پاڼه د ولسمشر غني له قوله زیاتوي چې ټول افغانان د دغې پېښې له کبله غمجن دي.

ولسمشر غني وايي، افغانان ډاکټر ناکامورا ته د افغانستان د یوه ستر شخصیت په سترګه ګوري او کورنۍ یې د افغانانو په زړونو کې ځای لري.

د مرستندويې ټولنې د دغه مشر وژل کېدو په افغانستان او نړۍ کې پراخ غبرګونه لرل.

۷۳ کلن ناکامورا پر سینه ښۍ خوا ته ویشتل شوی و چې له برید ورسته سم لاسي روغتون ته وړل شوی و او بګرام ته د لېږدولو پرمهال یې د جلال اباد هوايي ډګر کې یې سا ورکړه.

په خوست کې يوه څلور لارې د ده په نامه شوې، په جلال اباد، کابل او خوست کې يې يادغونډې شوې دي.

تېڅو ناکامورا له نژدې دوو لسیزو راهیسې د اوبو مدیریت او د خلکو خیر ښېګړې چارو کې فعال و

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تېڅو ناکامورا له نژدې دوو لسیزو راهیسې د اوبو مدیریت او د خلکو خیر ښېګړې چارو کې فعال و

له دې مخکې پرون 'پنجشنبه ' د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، په جلال اباد کې د جاپاني وژل شوي خیریه کارکوونکي تېڅو ناکامورا د وژنې پلان له افغانستانه بهر چمتو شوی و.

د ښاغلي ناکامورا له وژل کېدو دوې ورځې وروسته ښاغلي میاخېل د دغې پېښې په تړاو ډېر جزیات نه دي ورکړي، خو په خبره یې د دغې پېښې په تړاو یې ځینې شواهد موندلي دي.

ډاکټر تېتسو ناکامورا تر افغانستان وړاندې په پښتونخوا کې پر مرستندويو کارونو بوخت و. هلته ده له خپل مسلک سره سم د بې وزلو خلک درملنه کوله.

تېڅو ناکامورا چې له کلونو راهیسې د اوبو مدیریت او د خلکو خیر ښېګړې چارو کې فعال و، وړمه ورځ په جلال اباد کې نامعلوموو کسانو له خپلو پنځو افغان ملګرو سره یو ځای وواژه.