ننګرهار والي: د ناکامورا وژنه له افغانستانه بهر پلان شوې

ناکامورا

د عکس سرچینه، Getty Images

ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وايي، په جلال اباد کې د جاپاني وژل شوي خیریه کارکوونکي تېڅو ناکامورا د وژنې پلان له افغانستانه بهر چمتو شوی و.

د ښاغلي ناکامورا له وژل کېدو دوې ورځې وروسته ښاغلي میاخېل د دغې پېښې په تړاو ډېر جزیات نه دي ورکړي، خو په خبره یې د دغې پېښې په تړاو یې ځینې شواهد موندلي دي.

تېڅسو ناکامورا چې د اوبو مدیریت او د خلکو خیر ښېګړې چارو کې فعال و، تېره ورځ په جلال اباد کې نامعلوموو کسانو له خپلو پنځو افغان ملګرو سره یو ځای وواژه.

کابل

د عکس سرچینه، Pakeeza Arzoo/facebook

د عکس تشریح، افغان فعالانو د تېڅو ناکامورا په یاد غونډو کې شمعې بلې کړې وې

تر اوسه د دغه خیریه کارکوونکي مړی خپل هېواد ته یې نه دی استولی، خو په خواله رسنیو کې او دغه راز په ځانګړو مراسمو کې یې د وژنې په تړاو د افغانانو غبرګونونه پراخ وو.

ناکامورا لومړی ژوبل، خو وروسته یې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه. نوموړی په افغانستان کې له پیژندل شویو بشري مرسته کوونکو څخه و چې وژل کېدو یې عام افغانان ، چارواکي او خیریه بنسټونه خفه کړي دي.

میا خېل
د عکس تشریح، والي شاه محمود میا خېل وايي، د پېښې په تړاو یې ځینې شواهد موندلي دي

په جلال اباد کې د نوموړي په یاد په ځانګړو مراسمو کې شمعې بلې کړل شوې وې او ګڼو کسانو یې د خواله رسنیو پر خپلو پاڼو تصویرونه ټومبلي وو.

بل لور ته پلازمېنه کابل کې د جاپان سفارت کې لسګونو کسان په یو لړ ځانګړو مراسمو کې تېڅسو ناکامورا ته د درناوي مراسمو لپاره یو ځای شوي وو او شمعې یې بلې کړې وې.

کابل

د عکس سرچینه، Pakeeza Arzoo/facebook