'د غور ولایت اقتصادي کلابندۍ د ملکیانو ژوند ته خطر پېښ کړی'

د عکس سرچینه، بي بي سي پښتو
- Author, عصمت بهیر
- دنده, بي بي سي کابل
افغان حکومت وايي په غور ولایت کې سلګونه کورنۍ د وسله والو طالبانو له خوا د لارې بندېدو له امله په اقتصادي محاصره کې ژوند کوي.
د غور ځايي چارواکو په وینا طالبانو د دغه ولایت د غور پسابند او چهارسدې ولسوالیو لارې بندې کړي، چې له امله یې خلک په قاچاقي لارو په څو برابره لوړې بیې خوراکې توکي رانیسي.
په غور کې مدني فعالانو بي بي سي ته ویلي، که حکومت د لارو خلاصېدو له پاره ګام پورته نه کړي، د خوراکي توکو د کمښت ترڅنګ را روان ژمي کې د سون توکو نه شتون د ماشومانو او ښځو ژوند ته ګواښ دی.
د غور د والي مرستیال حبیب الله رادمنش وايي، له مرکز فیروز کوه سره د ولسوالیو لارو د بیا پرانیستنې په موخه پوځي عملیات پلان شوي دي خو د پیلېدو په اړه يې څه و نه ویل.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي، د غور د ولسوالیو لارې یې یوازې افغان پوځیانو ته د اکمالاتو پر مخ تړلي دي او عام خلک پرې تګ راتګ کولای شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي رادمنش وویل "تر هغه چې هلته پراخ پوځي عملیات و نه شي، لارې خلاصي نه شي او دښمن ته ماته ور نه کړي شي، له بده مرغه یادې ستونزې به دوام وکړي. د پوځي عملیاتو لپاره له مرکزه اکمالات شوي، پلان هم جوړ شوی دی خو د عملیاتو جزئیات د ۲۰۹ ظفر قول اردو سره شته. په پسابند او چهارسدې ولسوالیو کې د خوراکي توکو د کمښت ستونزې خورا ډېري دي. "
په غور کې مدني فعال حسن حکیمي وايي، خلک د اړتیا وړ خوراکي توکي له قاچاقي لارو په څو برابره پیسو رانیسي.
د ښاغلي حکیمي په خبره د خوراکي توکو د کمښت تر څنګ د پسابند او چهارسدې ولسوالیو اوسیدونکي د درملو او سون توکو له کمښت سره هم مخامخ دي.
دی وايي "په ځینو سیمو کې وضعیت ډېر بحراني دی، په ځانګړي ډول کله چې هوا سړه شي او لارې بندي شي، د ښځو او ماشومانو د مړه کېدو وېره هم شته. ولسوالیو ته د خوراکي توکو رسېدل خورا سخت دي، خلک یې په څو برابره پیسو رانیسي او په قاچاقي لارو له یوې سیمې بلې ته ځې، ځکه په یو شمېر سیمو کې طالبان خلکو ته اجازه نه ور کوي چې له یوه ځای بل ته ولاړ شي. "
د ځایي چارواکو په وینا د غور په مرکز کې خلک د اړتیا وړ توکي تر یوې اندازې پورې پوره کولی شي خو په ولسوالیو کې د خوراکي او سون توکو کمښت د خلکو ژوند ور تریخ کړی دی.

غور د افغانستان په لوېدیځ کې غرنۍ ولایت دی چې اوږد او سخت ژمی لري او ډېر کله د واورو او بارانو له امله هم د دغه ولایت لارې له نورو ولایتونو سره بندېږي.








