غور کې یوه سیمه ییزه خصوصي رادیو سوځول شوې

د عکس سرچینه، د غور خبریالانو ټولنه
د افغانستان مرکزي غور ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژاندو وسله والو د "سرحد" په نوم د رادیو دفتر سوځولی دی.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي بي بي سي ته وویل، نا پېژاندو وسله والو تېره شپه (مرغومي ۲مه) ددغې رادیو پر دفتر برید کړی او ټول وسایل یې سوځولي دي.
هغه زیاتوي، تر اوسه څرګنده نه ده چې د برید پرمهال چاودنه شوې او که دوی په لوی لاس رادیو ته اور اچولی.
ښاغلی خطیبي واييو تر اوسه د پېښې عاملین نه دي پېژندل شوي، خو امنیتي ځواکونه یې د څرک معلومولو لټون کوي.

د عکس سرچینه، Radio Sarhad
د رادیو مشر معروف سیدي بي بي سي ته وویل، په دې پېښه کې لومړی چاودنې ته ورته غږ اورېدل شوی او بیا د رادیو له سټوډیو نه د اور لوګي پورته شوي.
ښاغلی سیدي وايي، امکان لري یوه بریدګر دې د رادیو پر سټېشن تیل شیندلي او اور ورته کړی وي.
دا رادیو د غور د پولیسو د مشر د اوسېدو له ځایه نژدې سل متره لیرې پرته ده چې اته کارکوونکي لري.
دې رادیو معمولاً خبرونه، روزنیز او د ساتېري پروګرامو نه خپرول.










