ننګرهار کې پر ملي رادیو تلوېزیون برید

د ویډیو تشریح، د ملي رادیو تلوېزیون ودانۍ د ننګرهار د والي دفتر ته څېرمه پرته ده.

افغان چارواکي وايي، جلال اباد ښار کې د ملي رادیو تلوېزیون پر ودانۍ ډله ییز برید شوی، چې دوو ځانمرګو پکې ځانونه چوولي. په برید کې یو ولسي وګړی وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان شوي.

چارواکي وايي لږترلږه درو بریدګرو د ملي رادیو تلوېزیون پر ودانۍ برید وکړ، دوو ځانمرګو برید کوونکو ځانونه وچول او یوه یې څو ساعته مقاومت وکړ.