نړیوال بانک د افغان برېښنا زیات تولید له پاره ۵۲ میلیون ډالر مرسته کوي

نړیوال بانک

د عکس سرچینه، BANCO MUNDIAL

د عکس تشریح، د دې پروژې مشري به د نړوال بانک په وینا د کانونو او پټرولیم وزارت له نورو ادارو سره په همغږۍ په غاړه واخلي.

نړیوال بانک اعلان کړی چې د برېښنا تولید زیاتولو په موخه یې افغانستان ته د ۵۲٫۵ میلیون ډالرو مرسته تصویب کړې.

د نړیوال بانک په وینا دغه مرسته به د طبیعي ګازو پر پروژو ولګېږي چې وکړی شي د برېښنا تولید فابریکو ته د اړتیا وړ ګاز دوامداره د لاسرسۍ وړ وي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر مشر هنړي کرالي تمه ښودلې چې د دوی مرستې به وکړی شي د برېښنا د تولید اوسنۍ ټیټه کچه لوړه کړي چې ورسره به ډېر خلک برېښنا ته لاسرسی ومومي. ښاغلي کرالي ویلي له دې بدلون سره به په بیوزلۍ کمې هم کموالی راشي.

په مزارشریف کې د کود برق فابریکې مسئولین وایي، د دې پروژې په بشپړیدو سره به یې د کیمیاوي کوډ او برښنا تولید څه باندې دوه برابره شي.

نژدې دوه اوونۍ وړاندې د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان وکړ چې لومړی ځل د ۴۰ میګاواټ په اندازه له طبیعي ګازو په جوزجان ولایت کې برېښنا جوړه شوه او ازمایښتي کار یې پیل کړ.

دغه وزارت وویل د بیات پاور شرکت په پانګونه دا ګاز بټۍ په خصوصي پانګونې سره جوړه او بشپړه شوې، چې لومړیو کې به پنځویشت میګاواټ برېښنا تولیدوي او بالاخره به یې تولید کچه ۴۰ میګاواټ ته ورسېږي.

نړیوال بانک وايي د افغانستان د ګازو پروژه د شبرغان مزار شریف د ګازو نل لیکې احداث او ساتنې، له طبیعي ګازو د سلفر او د هوا د نورو ککړوونکو توکو د چاڼولو فابریکې له جوړولو، د ګازو د نړیوال سکتور له معیارونو سره برابر د پایېدونکې ادارې او حقوقي چوکاټ رامینځته کولو او د قراردادونو د شفاف مدیریت له سیستم سره مالي او تخنیکي مرسته کوي.

د دې پروژې مشري به د نړوال بانک په وینا د کانونو او پټرولیم وزارت له نورو ادارو سره په همغږۍ په غاړه واخلي.