د افغانستان پڅې اقتصادي ودې په اړه د نړیوال بانک اندېښنه

بزګر

د عکس سرچینه، World Bank

د عکس تشریح، د نړیوال بانک راپور کې ویل شوي چې د افغانستان پڅه اقتصادي ودې لامل د دولت پالیسیو خرابي نه بلکې د نا امنۍ، وچکالۍ او مبهم سیاسي حالت له امله ده.

د افغانستان د اقتصادي ودې په اړه د نړیوال بانک تازه راپور ښيي چې تېر کال (۲۰۱۸) دې هېواد نژدې دوه سلنه اقتصادي وده کړې ده.

دې بانک په دې وده اندېښنه ښودلې او زیاتوي چې په اقتصادي پالیسیو کې پر اصلاحاتو سربېره دومره کمه وده کوای شي د افغانانو لپاره د ژوند شرایط سخت کړي او بېوزلي لاپسې ډېره شي.

د نړیوال بانک شپږمياشتنی راپور چې نن (چنګاښ ۳۰/جولای ۲۱) خپور شوی د افغانستان پر اقتصادي ودې د جګړې، وچکالۍ او ناڅرګند سياسي وضعيت اغېز ښيي چې له امله یې د بانک په خبره دې هېواد په سوېلي اسيا کې تر هر بل هېواد لږه اقتصادي وده کړې.

په افغانستان کې د نړیوال بانک مشر هېنري کرالي وایی: "افغانستان د وچکالۍ سربیره ډېرېدونکې ناامنۍ، ټاکنو پورې تړلي مبهم سياسي وضعيت او په امنيتي مرستو کې احتمالي کموالی جدي ننګونو سره مخ دی. له دغو جټکو هره يوه د ودې پر وړاندې قوي خنډونه جوړوي او افغانستان له دې ټولو ټکانونو سره په يو وار مخ دی."

دغه راپور وايي چې په افغانستان کې اقتصادي مديريت لاهم پياوړی دی. د راپور په بنسټ د دولت پاليسيو د انفلاسيون په کمولو، د عوايدو راټولولو او خورا کم بوديجوي کسر په ساتنه کې مرسته کړې.

د نړیوال بانک راپور کې ویل شوي چې د افغانستان پڅه اقتصادي ودې لامل د دولت پالیسیو خرابي نه بلکې د نا امنۍ، وچکالۍ او مبهم سیاسي حالت له امله ده.

راپور زیاتوي چې د افغان دولت عوايد په ۲۰۱۸ کال کې ۱۹۰ میليارده افغانيو ته پورته شول،‌ چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله ۷ سلنه لوړوالی ښيي، دا په داسې حال کې ده چې د بوديجې مصرف هم تر پخوا ډېر شو او د راپور په بنسټ دولت په ۲۰۱۸ کال کې ۹۲ سلنه ملي بوديجه لګولې وه.

نړیوال بانک وايي، که د افغان دولت اقتصادي مدیریت همداسې دوام وکړي، دوی راتلونکې کې اقتصادي ودې ته هیله من دي.

افغانۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بانک د راپور له مخې افغان دولت د چټکې ودې امکانات لري، خو ددوی په ټکو پوره کېدا یې شرایطو ته اړتیا لري.

د نړیوال بانک د اټکل له مخې که د هوا حالات ښه شي او په ټاکنو پورې تړلې سياسي ستونزې حل شي، اقتصادي وده به په ۲۰۲۰ کال کې ۳.۲ او په ۲۰۲۱ کې ۳.۵ سلنه لوړه شي.

یاد بانک زیاتوي چې افغانستان په اوږد مهال کې چټکې اقتصادي ودې ته اړتیا لري.

ددوی په خبره که دا کار وشي، د بېوزلۍ په اوسنۍ لوړه کچه کې به د پام وړ ټيټوالی راولي.

د بانک د راپور له مخې افغان دولت د چټکې ودې امکانات لري، خو ددوی په ټکو پوره کېدا یې شرایطو ته اړتیا لري.

ښاغلی کرالي واي: "دولت بايد ډېر کار وکړي چې د سوداګرۍ چاپېريال ښه کړي، د ټاکنو پروسه پرته له خنډه پلې کړي او په راروانو سختو مياشتو کې د اداري فساد او کمو شويو مالي منابعو د خراب مديريت مخنيوی وکړي. نړيواله ټولنه هم د خصوصي سکتور او ودې د تقويې په برخه کې يو حياتي نقش لوبولای شي، هغه داسې چې د امنيت او پراختيايي چارو لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او يقيني کړي چې دا مرستې د دولت له پلانونو سره ډېرې همغږې او تړلې دي."

د نړیوال بانک راپور ښيي چې له طالبانو سره هر راز سياسي جوړجاړی به مهمې اقتصادي ګټې ولري، ځکه د بانک په خبره له دې سره به د باور فضا رامنځته شي او په بهر کې مېشت افغانان به وهڅوي چې له خپلو پانګو او تخصصي مهارتونو سره افغانستان ته ستانه شي.

راپور وايي، دا ګټې هغه مهال ترلاسه کېدای شي چې په امنیتي حالت کې تلپاتې ښه والی راشي.