افغان اقتصاد کې د تېر کال پرتله کوچنی خو مثبت بدلون

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسیا پراختیايي بانک په خپل یو تازه راپور کې وړاندوینه کړې چې په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې به د افغانستان اقتصادي وده ۲.۵ سلنه وي، په داسې حال کې چې دغه کچه بیا تېر کال ۲.۲ سلنه وه
دغه راپور چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو وړاند وینه کړې چې په ۲۰۱۹ کال کې به د ښه موسم له کبله د افغانستان کرنه وده وکړي او د خوراکې توکو بیې به ورسره ټیټې شي.
د اسیا پراختیایي بانک د وړاندوینې له مخې دغه اقتصادي وده به په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ۳ سلنې ته لوړه شي.
د دغه بانک اقتصاد پوهان وايي افغانستان تېر کال له امنیتي او سیاسي ستونزو، وچکالۍ او د ګاونډیو هېوادونو له لوري له اقتصادي ننګونو سره مخ و، او له همدې کبله یې اقتصاد ته زیان واوښت.
په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ میلادي کلونو کې د افغانستان اقتصادي وده په ترتیب سره ۲.۴ او ۲.۵ سلنه وه، چې د اسیا پراختیایي بانک کمه بللې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسیا د پراختیایي بانک په تازه راپور کې راغلي چې افغانستان دې د دوامداره اقتصادي ودې لپاره خپلو زېربناو باندې کار وکړي.
په دغه راپور کې امنیتي ستونزې، د انرژۍ سرچینو ته نه لاسرسی او د زراعتي حاصلاتو کمېدا د افغانستان د اقتصادی ودې پر وړاندې مهم خنډونه بلل شوي.
د اسیا پراختیايي بانک له افغان حکومت نه غوښتي چې ټاکل شوي هدف ته د رسېدو لپاره باید دوامداره مالي سرچینې ومومي.
د اسیا پراختیایي بانک دا رپوټ په داسې حال کې خپروي چې همدا روانه اونۍ د افغانستان د مرکزي احصایي ادارې وویل، دې هېواد کې نژدې ۵۲ سلنه خلک په فقر کې ژوند کوي.
یادې ادارې د خپل وروستي رپوټ لپاره د زدکړو وضعیت، روغتیا، د ژوند کولو ستنډرډ، کاروبار او امنیتي تاثیراتو په برخه کې د افغانانو ژوند ارزولی دی.
د افغانستان د اقتصاد وزارت هم ویلي وو چې په ښارونو کې د فقر کچه ۱۸ سلنه، په په کلیو کې ۶۱ او د کوچیانو په برخه کې بیا دغه فیصدي ۸۹ ښودل شوی چې له فقر سره مخ دي.








