'د افغانستان اقتصادي وده دوه سلنه'

اقتصاد

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, اسدالله لودین
    • دنده, بي بي سي

افغان چارواکي وایي، په ۱۳۹۵ مالي کال کې اقتصادي وده نژدې دوه فیصده وه، هغه هم په داسې حال کې، چې لسګونه زره بهرني سرتېري چې دوه کاله وړاندې د اقتصادي ودې لویه سرچینه وه، اوس له افغانستانه وتلي دي.

افغان حکومت د اقتصادي ودې بنسټیز لاملونه د کورنیو عوایدو زیاتوالی، صادرات، پانګونه او بېلابېلو سوداګریزو لارو ته لاسرسی بولي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت د ۱۳۹۵ مالي کال اقتصادي وده یو ښه زېری بولي ځکه چې په ۱۳۹۴ مالي کال کې اقتصادي وده منفي دوه فیصده وه.

د اقتصاد وزارت او احصایې مرکزي ادارې د شمېرو له مخې د ۱۳۹۵ مالي کال اقتصادي وده هیله بښونکې وه.

د سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي وایي، پر دې سربېره له کورنیو تولیداتو ګټې اخیستنې هم عواید لوړ کړي دي.

قوقندي زیاته کړه چې د ولسمشر د نوې لارښوونې له مخې به له دې وروسته د امنیتي ځواکونو ځینې لګښتي مواد لکه وریجې او میوه له کورنیو تولیداتو برابريږي.

د مالیې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزي بیا د سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو له ویاندویانو سره په ګډه خبري ناسته کې وویل، د کورنیو عوایدو لوړیدو هم پر اقتصادي ودې مثبت اغیز کړی.

''زمونږ لپاره د عوایدو هدف ۱۳۲ میلیارده افغانۍ ټاکل شوی و، خو د مالي کال تر پایه یعنی د قوس تر دېرشمې نېټې پورې مونږ ۱۶۵ میلیارده افغانۍ ترلاسه کړې، نو له هدف څخه ۳۳ میلیارده ډالره مخکې یو، د ۱۳۹۴ کال پرتله دا عواید ۴۳ میلیارده ډېر وو، د عوایدو د ډیریدو دلیل دادی چې مونږ په عایداتي سرچینو کې اصلاحات راوستي، فساد سره مو مبارزه کړې او ګومارنې مو د وړتیا له مخې کړي دي. ''

اقتصاد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نړیوال بانک د شمېرو له مخې اوس هم د افغانستان ۶۰ فیصده لګښتونه پر نړیوالو مرستو ولاړ دي

په اقتصادي او مالي برخه کې د لاسته راوړنو له امله د بروکسل په وروستۍ غونډه کې نړیوالو افغان حکومت ته د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د پنځلس میلیارده ډالرو ژمنه ورکړه.

د اقتصادي چارو شنونکي او د سوداګرۍ خونې د نړیوالو اړیکو رئيس اذرخش بیا وایي، د نړیوالو اوسني مالي ملاتړ ته په کتو په ۱۳۹۵ مالي کال کې نژدې دوه فیصده اقتصادي وده لږ ده.

د نړیوال بانک د شمېرو له مخې اوس هم د افغانستان ۶۰ فیصده لګښتونه پر نړیوالو مرستو ولاړ دي. داسې انګیرل کېږي که افغان حکومت مالي چارې رڼې کړي، اقتصادي وده به نوره هم زیاته شي.