نړیوال بانک: طالبانو سره له هوکړې وروسته به هم پراختیایي پروګرامونه دوام ولري

بانک

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نړیوال بانک د عامو خلکو د نظرونو او مشورو راټولول د افغانانو د اړتياوو پر بنسټ د يو هر اړخېز اقتصادي پلان جوړولو لپاره اړین بولي.
    • Author, ندیم اشرف
    • دنده, بي بي سي

نړيوال بانک اعلان کړی چې له طالبانو سره د سولې له احتمالي هوکړې وروسته د پراختیايي پروګرامونو او طرحو لپاره لازمو مشورو راټولولو په حال کې دی.

په کابل کې د نړیوال بانک چارواکي وايي چې تر اوسه یې د نړیوالې ټولنې او افغانستان د استازو په ګډون له ځينو نورو مرسته کوونکو سره په څو پړاونو کې ناستې کړي دي.

دا بانک وايي چې په ۲۰۱۸میلادي کال د جینوا په کنفرانس کې له دوی نه د افغانستان په تړاو غوښتنه شوې وه چې د سولې له تړون وروسته‎ د فقر د کچې کمولو، اقتصادي ودې او پراختيا په موخه د پراختیايي پروژو د هم غږۍ لپاره يوه هر اړخېړه طرحه جوړه کړي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر رئیس هینري کرالي ویلي دي چې د سولې هوکړې ته رسېدل کولای شي په افغانستان کې د دوامداره اقتصادي پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي.

دی وايي: "نړیوال بانک له نړیوالو او افغان همکارانو څخه د یو شمېر نویو اقتصادي طرحو لپاره د اسنادو او مشورو د راټولولو په حال کې دی څو وکولی شي په افغانستان کې د سولې د ساتلو او نویو فرصتونو لپاره زمینه برابره کړي. په دې کې زموږ هڅې په څو برخو متمرکزې دي. په لومړي ګام کې غواړو چې وښیو، د سولې هوکړې ته رسېدل کولای شي د اقتصادي پیاوړتیا او پراختیايي فرصتونو د رامنځته کولو زمینه برابره کړي او دا بهیر د روان جنګ ښکېلو ټولو اړخونو په ګټه ده. دوېیم دا چې موږ غواړو یو لړ اصول او لومړیتوبونه وپېژنو چې د هغه پر اساس له سیاسي هوکړې وروسته د یوه اقتصادي پروګرام د طرحې لپاره ګټورې پرېکړه تر لاس لاندې ونیول شي."

نړيوال بانک

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نړيوال بانک اعلان کړی چې له طالبانو سره د سولې له احتمالي هوکړې وروسته د پراختیايي پروګرامونو او طرحو لپاره لازمو مشورو راټولولو په حال کې دی

ښاغلی کرالي زیاته کړه، سولې ته د رسېدو لرليد هغه وخت ښه کېږي چې د سولې له هوکړې وروسته د افغانستان د اقتصادي پراختيا لپاره زمينه برابره شي او هغو کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي چې د فقر او بې کارۍ له امله دولت ضد وسله والو ډلو سره يوځای کېدو ته اړ کېږي.

نړیوال بانک د عامو خلکو د نظرونو او مشورو راټولول د افغانانو د اړتياوو پر بنسټ د يو هر اړخېز اقتصادي پلان جوړولو لپاره اړین بولي.

نړیوال بانک د افغانستان له لویو مالي ملاتړ کوونکو څخه دی چې له ۲۰۰۱ میلادي کال څخه تراوسه یې له افغانستان سره شاوخوا څلور میلیارده ډالر مرسته کړې ده.