تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملا برادر تهران کې ایراني چارواکو سره پر افغان سولې غږېدلی
طالبانو ویلي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دوی یوه پلاوي په پلازمېنه تهران کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دې پلاوي په افغانستان کې د سولې د بهیر په اړه له ایراني وزیر جواد ظریف سره خبرې وکړې.
نوموړي زیاته کړې چې دواړو لوریو د افغان سولې بهیر او افغانستان کې د روانې شخړې د سوله ییز هواري په تړاو خبرې کړي.
د ښاغلي شاهین په وینا، ایران ته د طالبانو تللي پلاوي همدا راز ایراني چارواکو ته د افغان کډوالو د ستونزو یادونه کړې او ایراني چارواکو یې د هواري ډاډ ورکړی.
د ایران دولتي رسنۍ ایرنا ویلي، د طالبانو له پلاوي سره په لیدنه کې ددې هېواد د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د دوه اړخیزو اقتصادي او کلتوري همکاریو د پراخولو ډاډ ورکړی.
ایرنا د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو له قوله لیکلي: "د دواړو لوریو لیدنه افغانستان ته د سولې اوثبات د بېرته ستنېدو په اړه ترسره شوې ده او هدف یې د خبرو له لارې د افغانستان د ستونزو حل لپاره او د بین الافغاني خبرو د اړخونو هڅول دي."
ایران ته د طالبانو وروستي سفر ته تر اوسه افغان حکومت څه غبرګون نه دی ښودلی.
له امریکا سره د سولې د خبرو له لغوه کېدو وروسته دا دویم ځل دی چې د طالبانو پلاوی له ایراني چارواکو سره خبرو لپاره تهران ته سفر کوي.
په تېر سپټمبر کې هم د دغه ډلې یو پلاوی ایران ته تللی و او د هغه هېواد د بهرنیو چارو له چارواکو سره یې کتلي و. ایران ته د طالبانو تېر سفر د افغان حکومت له سختو نیوکو سره مخ شوی و.
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي و، د دغه ډلې کوربه توب د هېوادونو د خپلمنځیو اړیکو د ټولو اصولو خلاف کار دی.
ایران ته د طالبانو د پلاوي وروستی سفر داسې مهال مخې ته راځي چې له طالبانو سره د سولې خبرو د بیا پیلېدا هڅې ورستیو کې ډېرې شوې دي.
د طالبانو یوې سرچینې بي بي سي ته منلې وه چې زلمي خلیلزاد قطر کې د طالبانو له استازو سره نارسمي کتلي و. بل خوا، په پام کې وه چې د چین په بیجینګ کې د افغان سولې په تړاو له طالبانو سره د خبرو ناسته جوړه شي.
په تازه پرمختګ کې طالبانو ویلي، د افغان د بیجینګ په جوړېدونکې غونډه کې خنډ رامنځته شوی دی. طالبان وايي، ستونزه د افغان حکومت له خوا د ګډونوالو د برابر شوي لېست او د غونډې د اجندا د څرنګوالي پر سر را ولاړه شوې.
بل لورته د سولې په برخه کې د افغان دولت وزارت وایي، دوی له خپله اړخه د بیجینګ غونډې ته چمتوالی لري او د کوربه هېواد او طالبانو د چمتوالي د اعلان په تمه دی.
پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په غوښتنه یې خپل نوم د بیجنیګ غونډې د ګډونوالو له لېسته لېرې کړی دی.