د عبدالله ټاکنډله: که تر شنبې مشکوکې رایې باطلې نشوې، نوي اعتراضونه پیلوو

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ویلي، که ټاکنو کمېسیون تر راتلونکې شنبې د دوی له خوا پیژندل شوې مشکوکې رایې باطلې نه کړي، دوی به اعتراضونو ته نوی رنګ ورکړي.

د دغې ټاکنیزې ډلې لومړي مرستیال عنایت الله بابر فرهمند د سه شنبې په ورځ یوه غونډه کې له خپلو پلویانو وغوښتل چې په ۷ ولایتونو کې د پيل شویو اعتراضونو ملاتړ ته ور ودانګي.

"اوس عملآ اعلانوو، د افغانستان ټول خلک دې چې د خطرونو په قبلولو سره یې د خپل برخه لیک ټاکلو په موخه رایه ورکړه، اوس دې د خپل مسئولیت د ادا کولو لپاره د ۷ ولایتونو له معترضینو سره یوځای شي، که د شنبې تر ورځې کمیسیون تقلبي رایې باطلې نه کړې، مونږ به د اعتراضونو یو نوی څپرکی پرانیزو."

ښاغلي فرهمند څرګنده نه کړه چې د اعتراضونو نوی څپرکی به څه ډول وي.

د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله په شاوخوا درې لکو رایو اعتراض لري چې د دوی په ټکو له ټاکلې وخت نه بهر صندقونو ته لوېدلي او یا یې هم د رایو صندوق ته د لویدلو بڼه او څرنګوالی معیاري نه دی.

دغه ټاکنیزه ډله وایي، کمیسیون باید لومړی دغه شمېر رایې باطلې کړي او بیا په ولایتونو کې مشکوکې رایې بیا وشمېري.

د ټاکنو کمیسیون او د ثبات او همپالنې ډلې ترمنځ نانندرۍ هم د همدې موضوع پر سر پيل شوې چې له امله یې په ۷ شمالي ولایتونو کې همدغه ټیم د ټاکنو د دفترونو دروازې تړلې دي.

بله خوا افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن (لیندۍ ۵/نومبر ۲۶) د ښځینه پوځیانو یوې غونډه ته وویل، د افغانستان په اوسني حالت کې هېڅوک د قانون حاکمت ته ګواښ نشي پېښولی.

نوموړي وویل، حکومت د قانون طابع دی او د قانون پر اساس خپله دنده ترسره کوي. ولسمشر غني وویل، ځینې کسان باید پوه شي چې افغانستان اوس هغه هېواد نه دی چې خلک دې ګواښونه وکړي او نور خلک دې په دې توګه معاملې ته اړ باسي.

"افغانستان د معاملو ځای نه دی. افغانستان د فیصلو ځای دی. امنیتي او دفاعي ځواکونو په سیاسي مسایلو کې دخالت نه دی کړی، خو د قانون حاکمیت یې ساتلي او ساتي به یې."

د ټاکنو کمیسیون ویاند ذبیح الله سادات بې له دې چې د ښاغلي عبدالله د ټیم خبرداري ته غبرګون وښيي وایي چې دغه ټاکنډله باید له کمیسیون سره همکاري وکړي چې راغلې لانجه پای ته ورسیږي او کمییسیون خپل کار مخ ته بوځي.

له دې وړاندې د دغه کمیسیون د دارلانشا مشر ویلي و، که په ۷ ولایتونو کې اعتراضونه دوام کوي، دوی به د شته رایو او په ۲۵ ولایتونو کې د بیاشمیرنې د پایلو له مخې، پریکړه وکړي.