ټاکنو کمېسیون: ۲۳ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه بشپړه شوې

رایو شمېر

د عکس سرچینه، Independent Election Commission of Afghanistan

    • Author, محمد ندیم اشرف
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د ۲۳ ولایتونو د رایو د بیا شمېرنې بهیر پای ته رسېدلی دی او د ۱۷ ولایتونو حساس ټاکنیز توکې کابل ته رسېدلي دي.

د کمېسیون مرستیال او کمېشنر عصمت الله مل وايي چې تر دوو نورو ورځو به د دوو هغو ولایتونو د بیا شمېرنې بهیر هم پای ته ورسېږي چې اوس یې کارونه روان دي.

د دغه چارواکي په خبره، کمېسیون د ثبات او همپالنې له ټاکنیزې ډلې سره د ۷ ولایتونو د رایو د بیا شمېرنې د پیل پر سر چې دغه ټېم یې د بیا شمېرنې مخه نیولې وه، خبرې ورسره پیل کړې او پایلې ته نږدې شوي دي.

خو د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله لا هم په پخواني دریځ ټینګار کوي.

تمه وه چې د پنځه ولایتونو د رایو په بیا شمېرنې سره د نن ورځې تر پایه، د هغو ولایتونو شمېر چې د رایو د بیا شمېرنې پرېکړه یې شوې وه، ۲۷ ته ورسېږي، خو د ټاکنو کمېسیون وايي چې نن د دوو ولایتونو د رایو له بیا شمېرنې سره دا شمېر ۲۵ ولایتونو ته ورسېد.

نن په دوو ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې کار پای ته ورسېده او یوازې دوه ولایتونه نور پاتې دي، دا شمېر له هغو ۷ ولایتونو بېل دی چې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفترونه پکې تړل شوي دي.

ټاکنو کمېسیون وايي چې د ۱۷ ولایتونو د بیا شمېرل شویو رایو معلومات دغه کمېسیون ته رسېدلي دي.

د ټاکنو کمېسیون درې اوونۍ وړاندې پرېکړه وکړه چې د شاوخوا ۸۵۰۰ محلونو رایې د ځینو ستونزو له امله له سره شمېري.

خو د ټاکنو کمېسیون د دغه پرېکړې په غبرګون کې د ثبات اوهمپالنې ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله په ګډون د ولسمشرۍ یو شمېر نور نوماندانو اعتراضونه پيل کړل.

له همدې امله د رایو د بیا شمېرنې بهیر په ځينو ولایتونو کې له ټاکلې نېټې شاوخوا یوه اوونۍ وروسته پیل شو. پنجشېر، تخار، بدخشان، فاریاب، شبرغان، سرپل او بغلان هغه اووه ولایتونه دي چې دا بهیر پکې درېدلی دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال وايي چې په دغو ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې بهیر د پيل لپاره یې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې له غړو سره خبرې اترې پیل کړې دي او یوې پایلې ته سره نږدې شوي دي، خو د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټېم څارونکی نور رحمن اخلاقي وايي چې تر اوسه داسې نښې نه لېدل کېږي چې یوې پایلې ته دې ورسېږي.

رایو شمېر

د عکس سرچینه، Independent Election Commission of Afghanistan

د عکس تشریح، ټاکنو کمېسیون وايي چې د ۱۷ ولایتونو د بیا شمېرل شویو رایو معلومات دغه کمېسیون ته رسېدلي دي.

وړاندې د ټاکنو کمېسیون ویلي وو چې یوازې بایومټریک رایې ورته د باور وړ دي او د هغې پر بنسټ به لومړنۍ پایلې اعلانوي.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تلې یا مېزان میاشتې په شپږمه یعنی شاوخوا دوې میاشتې وړاندې شوې وې.

د دغو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان دوه ځله وځنډېده او اوس کمېسیون د لومړنیو پایلو د اعلانولو لپاره بله نېټه نه ده مشخصه کړې.

ټاکنو کمېسیون ویلي دي چې د رایو د بیا شمېرنې د بهیر له بشپړوالي وروسته به د لومړنیو پایلو د اعلان لپاره چمتو شي.