ځانګړی رپوټ؛ د افغانستان ښوونځیو کې د زدکوونکو ځورونه

زدکوونکې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یوازې زدکوونکي نه دي چې یو بل ځوروي. یو شمېر زدکونکي د ښوونکو له ناوړه چلنده هم ځورېږي

بي بي سي د ځانګړو راپورونو په لړۍ کې دا ځل د افغانستان ښوونځيو کې د ځورونې یا کړونې په اړه راپور جوړ کړی دی.

د افغانستان د پوهنې وزارت سره له دې چې په ښوونځيو کې د ځورونې مسله تاییدوي، خو وايي په اړه یې کوم شکایت نه دی ثبت شوی خو وايي د ځینو دلایلو له امله یو شمېر زدکوونکي له ښوونځیو ایستل شوي دي.

په ښوونځیو کې د ځورونې یا کړونې نښې کومې دي؟ ایا دا ستونزه د افغانستان په ښوونځیو کې شته او که نه؟

د بي بي سي خبریال ابراهیم صافی په کابل ښار کې څو ښوونځيو ته تللی او په دې اړه یې راپور چمتو کړی دی.

دغه نجلۍ چې په دې رپوټ کې یې نوم د مریم په مستعار نامه یادوو، په خپل ټولکي تر ټولو لایقه زد کونکې وه. اول نومره وه، خو ځینو ټولګیوالو یې ځوروله او ځان یې بل ټولګي ته تبدیل کړ.

مریم یواځینۍ زدکوونکې نه ده چې په ښوونځي کې کړول کېږي، د هغې په څېر ډېرې نورې نجونې هم په ښونځیو کې د ځور او کړاو له امله له تعلیمه زړه تورې دي.

دغه ستونزه یوازې د نجونو په ښوونځیو کې نه بلکې د هلکانو په ښوونځيو کې هم شته. دلته لا ډېره ده.

کړوونکي یې وايي د نورو ځورول خوند ورکوي. دغه دوه تنه چې یو یې په همدې ښوونځي کې د یولسم او بل یې د دولسم ټولګي زدکوونکی دی، همدا خبره کوي:

ټولګی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښوونځیو کې ځورونه یوازې د نجونو په ښوونځیو کې نه بلکې د هلکانو په ښوونځيو کې هم شته.

"یوازې له خدای پاک وېره پکار ده، یو وخت چې مهم درس یا ازموینه وي او له ما سره قلم یا کتابچه نه وي، له نورو یې اخلم، له هر چا مې چې واخیسته، ښوونځی شپږ نیمې بجې پیلېږي، خو زه اوه بجې راځم."

د ښوونکو ناوړه چلن

یوازې زدکوونکي نه دي چې یو بل ځوروي. یو شمېر زدکونکي د ښوونکو له ناوړه چلنده هم ځورېږي:

"وهل او زورزیاتی شته، استاد یو شاګرد ډېر توهینوي، مثلاً ورته وايي کورنۍ تربیه نه لرې، سمه ده چې استاد حق لري، خو هومره هم نه چې له استاد او مضمون نه د زدکوونکي زړه تور شي او له زدکړې سره یې مینه ختمه شي. داسې استادانې هم شته چې اول وهل کوي او بیا یې وېښتان کشوي. زدکوونکی ډارېږي او له ډاره څه ویلی نه شي."

د کابل ښار په هغه ښوونځي کې چې دا نجلۍ پکې زدکړې کوي، دا ښوونکې بیا د ځینو سرزورو زدکوونکو نجونو له چلند ځورېږي:

"با تربیه زده کوونکي ډېر کم دي، که وخت ورکړل شي بې احترامي کوي، حتی استاد وهې، داسې یو ډول شاګردان هم شته، ډېر بې تفاوته دي خو استادان ورته حوصله کوي، که حوصله ونه کړو وهي مو داسې زد کوونکي هم لرو."

نوریه نزهت

د عکس سرچینه، @facebook

د عکس تشریح، نوریه نزهت وايي، د ستونزې پرمهال د زدکوونکو والدین راغواړي او د ستونزې پر حلولو ګډ کار کوي

د پوهنې وزارت چارواکي او کورنۍ دواړه مني چې په ښوونځيو کې د زدکوونکو د چلند په برخه کې ستونزې شته. ځورول او ځورېدل داوړه په بېلا بېلو بڼو پېښېږي. ډېر یې عادي ګڼل کېږي، ډېرو کمو ته یې د ښوونکو یا ميندو او پلرونو پام وراوړي.

د پوهنې وزارت ویاند نوریه نزهت یې په اړه وايي: "زدکوونکي خپل ټولیګوال توهینوي، موږ په لومړي پړاو کې هغوی ته سپارښتنه کوو او والدین یې راوغواړو، له همدې لارې موږ دا مسله حلوو."

څېړونو ښودلې هغه کسان چې په کوچنيوالي کې ځورول کېږي آن تر څلوېښتو کالو د دغې ستونزې له منفي اغېزو، لکه خپګان، ګوښی والي، بې زړتوبه کړېږي.

د کابل پوهنتون د ښوونې او روزنې استاد پوهنمل شرف الدین عظيمي وايي کورنیو ته پکار دي چې د بدماشۍ یا ځورولو ستونزې ته جدي پام وکړي او د مخنیوي لپاره یې عملي لارې چارې ولټوي.