'د افغانستان ښوونیز نصاب تېروتنې لري، عصري نصاب جوړېږي'

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، په اوسني ښوونیز نصاب کې د مضامینو شمېر زیات دی او په یو شمېر کتابونو کې تېروتنې هم شته. چارواکي وايي اوس اړتیا ده چې نوی او عصري ښوونیز نصاب جوړ شي.
ټاکل شوې چې د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب د اصلاح کولو په موخه له ښوونکو، د زدکوونکو د کورنیو له غړو او ځینو نورو بنسټونو سره ګډه غونډه جوړه کړي.
د پوهنې وزارت ویاندې نوریه نزهت بي بي سي ته وویل: "موږ غواړو د تعلیمي نصاب په اړه د خلکو د نظریاتو اخیستو په اړه غونډه لرو چې دا غونډه به د روانې اونۍ د دوشنبې او چارشنبې په ورځو جوړه شي او نژدې درې سوه تنه به پکې وي".
نوموړې زیاته کړه چې د راتلونکو نصاب جوړونې په پار به د دې غونډو له لیدلورو ګټه واخلي.
اغلې نزهت د نصاب د بدلون په اړه وویل، په پخواني هغې کې املايي تېروتنې وې او دغه راز یې منځپانګه کې ستونزې وه، نو ځکه یې اړتیا ولیده چې نصاب باید بدلون ومومي چې ورسره به د ښوونځیو ځینې مضمونونه یو له بل سره مدغم او په ټوله کې به د مضمونونو شمېر هم کم شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دې هیله وښوده چې نصاب کې به داسې بدلونونه راشي چې ترې فارغ زده کوونکي به بېرته د ښوونکي په توګه جذب شي.
مېرمن نزهت وايي، د پوهنې وزارت د ګاونډي هېوادونو په ګډون د ۱۴ هېوادونو نصاب څېړلی او د افغانستان لپاره یې د داسې نوي او عصري نصاب د جوړولو تابیا کړې چې د هېواد کلتور او دود ته هم پکې پام شوی دی.
له دې پخوا هم افغان حکومت اعلان کړی و چې د ښوونځیو د نصاب کتابونو ته له سره کتنه کېږي او په پام کې یې درلوده چې له ارزونې وروسته به نه یوازې د مضمونونو شمېر راکمېږي بلکې د ځینو کتابونو حجم به هم راکموي.
افغانستان کې د نصاب ستونزه یوازې د ښونځي په دوره پورې نه محدودیږي، چارواکو له دې وړاندې ویلي چې د پوهنتونونو نصاب کې هم ستونزې شته او جدي سمونونو ته اړتیا لري.









