افغانستان اوس پنځلس سلنه درمل پخپله جوړوي

درمل

د عکس سرچینه، Science Photo Library

د عکس تشریح، د عامې روغتیا وزارت کې د درملو تنظیم ملي اداره په هېواد کې دننه د تولیدېدونکو درملو او له بهره د وارد شویو هغو د معیار څارنه کوي. ارشیف تصویر
    • Author, صابر عزیز
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، دغه هېواد د درملو د تولید برخه کې له پنځلسو تر شلو سلنې پورې پر ځان بسیا شوی دی.

د دې وزارت چارواکي وايي، په افغانستان کې اوس د درملو د تولید لسګونه کوچنۍ او لویې کارخانې فعالې دي، چې ۱۷۵ ډوله درمل تولیدوي.

خو درمل چمتو کوونکي وايي، د بېلا بېلو ستونزو له کبله لا هم له بهره واردېدونکو درملو سره سیالي نه شي کولای او دې برخه کې له حکومته مرسته غواړي.

افغان چارواکي وايي، دا مهال په هېواد کې دننه ۱۵۸ ډوله درمل تولیدېږي. دوی زیاتوي چې تر دې دمه افغانستان کې ۵۶ درمل او روغتیايي تجهیزاتو چمتو کوونکو ۵۶ شرکتونو جوازونه تر لاسه کړي دي، چې پنځه څلوېښت یې عملاً درمل تولیدوي.

د عامې روغتیا وزارت کې د درملو تنظیم ملي اداره په هېواد کې دننه د تولیدېدونکو درملو او له بهره د وارد شویو هغو د معیار څارنه کوي.

د دې ادارې چارواکي وايي، له بهره یې د داسې ۱۵ ډوله درملو پر واردولو بندیز لګولی چې په هېواد کې دننه چمتو کېږي. د دغې ادارې مشر غلام سعید راشد وايي:

''ګاونډیو هېوادونو کې حکومتونه او سوداګر له یوه بل سره د همکارۍ نظام لري، چې د درملو بیې ټیټوي او زموږ لپاره سیالي سختوي. بله ستونزه خام مال دی، چې دلته نه تولیدېږي او څوک یې په عمده ډول هم نه راوړي. ''

په تېر کې داسې شکایتونه هم وو چې افغانستان ته په ځانګړي ډول له ایران او پاکستانه د درملو په ګډون داسې توکي په دې نامه چې یوازې همدغه هېواد ته باید صادر شي راواردېږي، چې ټیټ کیفیت لري او معیارونه په کې په پام کې نه نیول کېږي.

درمل

د عکس سرچینه، Getty Images

چارواکي اوس وايي، هڅه کوي په هېواد کې دننه د درملو تولید سره له بهره د واردېدونکو بې کیفیته درملو مخه ونیسي، خو شته درمل جوړوونکي بیا وايي، حکومت باید مرسته ورسره وکړي چې له بهرنیو درمل چمتو کوونکو سره د سیالۍ جوګه شي.

د معلوماتو له مخې په افغانستان کې دامهال ۸۴۰۱ قلمه درمل ثبت شوي چې له دې ډلې د ۸۱ قلمه درملو ورکړه پرته له نسخې جواز لري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په افغانستان کې پر درملو کلنی لګښت ۶۵۰ میلونه ډالرو ته رسېږي چې د بازار نژدې ۹۵ سلنه برخه وارداتي درملو نیولې او یوازې پنځه سلنه پکې کورني جوړ شوي درمل کارول کېږي.