تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ادریس زمان: پاکستان ته د طالبانو سفر د سولې بهیر سره هېڅ تړاو نه لري
د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وایي، اسلام اباد ته د طالبانو وروستی سفر د سولې له بهیر سره هیڅ تړاو نه لري. ادریس زمان نن یوې خبري ناستې ته وویل، طالبان له امریکایي چارواکو سره د امریکایي پوهنتون د دو یرغمل شویو استادانو د خلاصون د خبرو په اړه پاکستان ته تللي.
ښاغلی زمان ټینګار کوي چې د سولې لپاره باید طالبان لومړی تاوتریخوالی کم کړي.
بل لورته ادریس زمان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند وروستۍ څرګندونې هم د هغه شخصي نظر بولي:
''د بهرنیو چارو وزارت د هغه سیاست پلي کوونکی دی چې ولسمشر او یو شمېر ادارو جوړ کړی دی. د دغه سیاست خلاف هر ډول څرګندونې شخصي نظر شمېرل کېږي. دا ډول خبرې د بهرنیو چارو وزارت دریځ نه دی. په وزارت کې هېڅ ډول دوه ګونی والی نه شته. زموږ خبرې له یوه دریځه دي. ''
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي ویلي و، د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان حضور ډېر کمزوری و او دوی ملګرو ملتونو ته د تللي افغان پلاوي په سفر نه و خبر.
ادریس زمان بیا د ملګرو ملتونو سفر له لاسته راوړنو ډک بولي. له یوه وزارته د دوه ډوله خبرو راپورته کیدل ځینې په دغه وزارت کې د اختلاف نښې بولي.
له دې مخکې د افغانستان د ولسمشرۍ ویاند د بهرنیو چارو وزارت د ویاند هغه څرګندونې رد کړې، چې ګنې دغه وزارت د سولې په تړاو د پاکستان د هڅو هرکلی کوي. صدیق صدیقي وايي دا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند شخصي نظر دی او د سولې په اړه پالیسي ارګ جوړوي.
صدیق صدیقي پر خپل ټوېټر لیکلي: "د سولې په اړه پالیسي د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا اعلان شوې ده. د طالبانو او پاکستان ترمنځ لیدنه یا د سولې بهیر په اړه د بهرنیو چارو وزارت د ویاند وروستۍ څرګندونې د افغان حکومت د دریځ استازیتوب نه کوي، بلکې دا د هغه شخصي نظر دی."
د ښاغلي صدیقي له ټوېټ وروسته، د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي په یوه ټوېټر کې لیکلي: "د بهرنیو چارو وزارت د هېواد د بهرنۍ پالیسۍ یوازېنی تطبیقوونکی بنسټ دی او د سولې بهیر د ټولو هغو هڅو هرکلی کوي چې سولې ته لار هواروي."
د تېرې جمعې په ورځ صبغت الله احمدي ویلي و، اسلام اباد کې د افغان طالب پلاوي او پاکستاني چارواکو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوې چې احتمال شته د طالبانو او د امریکا ترمنځ بیا خبرو پیلېدو ته لار هواره کړي.
ښاغلي احمدي ویلي وو، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له خوا د طالبانو د کوربه توب هرکلی کوي:
"دا ځل له پاکستانه زموږ هیله دا ده چې په صادقانه او اغېزناکه توګه له افغان حکومت سره د سولې مېز ته د طالبانو په راوستلو کې کار وکړي."
دوه ورځې وړاندې، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د پاکستاني چارواکو له خوا د طالب مرکچیانو هرکلی د ډیپلوماټیکو اصولو خلاف کار بولي.
د ارګ ویاند د پنجشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي و چې دا ډول تګ راتګ د سولې له بهیر سره هېڅ ډول مرسته نه شي کولای.
په یوه ویډیو کې طالب مرکچیان لیدل کېږي چې د یوې ودانۍ مخې ته یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د استخباراتو مشر جنرال فیض حمید هرکلي ته ولاړ دي او په غېږ ورسره روغبړ کوي.
له طالبانو سره د امریکا له خوا د سولې خبرو تر لغوه کولو وروسته دا د سیمې هېوادونو ته د طالبانو څلورم سفر دی. طالبان له پاکستانه مخکې چین، ایران او روسیې ته هم تللي وو.