تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان اسلام اباد کې: د دویمې ورځې ملاقاتونه پټ ساتل شوي دي
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ کې لاهم په اسلام اباد کې دی، چې نن جمعه يې د ملاقاتونو په هکله مالومات رسنیو ته نه دي ورکړل شوي.
رويټر خبري اژانس د خپلو سرچینو پر اساس یو خبر کې وايي، دغه پلاوي پرون پنجشنبه له امریکايي استازي زلمي خلیل زاد سره لیدنه کړې، خو په رسمي توګه هیچا هم د دې لیدنې تاييد لا نه دی کړی.
بل لور ته نن د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې فردوس عاشق اعوان پر خپله ټويټر پاڼه هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکې د افغان طالبانو پلاوي پرون اسلام اباد کې له لومړي وزیر عمران خان سره کتلي وو. د اغلې اعوان په خبره د دوی ترمنځ هېڅ غونډه نه ده شوې.
خو پرون په اسلام اباد کې دوو جلا حکومتي سرچینو بي بي سي ته ویلي وو چې طالب پلاوي د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره ملاقات وکړ او په دغه ملاقات کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه هم موجود وو.
طالب پلاوی د پاکستان په رسمي بلنه وړمه شپه اسلام اباد ته په څلور ورځني سفر راغلی دی، او ټاکل شوې چې راتلونکې یکشنبه به بېرته دوحې ته لاړ شي.
د طالبانو له لوري تراوسه په خپرې شوې یوې خبرپاڼه کې د یاد پلاوي یوازي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قرېشي سره د ملاقات تاييد شوی.
د دوی په خبره په دغه ملاقات کې په نورو موضوعاتو سربېره د افغان سولې بهیر په هکله هم خبرې شوې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل پرون پنجشنبه په یوه خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل، اسلام اباد ته د طالبانو د پلاوي سفر په اړه چې دوی څومرزه جزئیات رسنیو سره شریکولی شول، هغه یې په خپله پرونۍ اعلامیه کې شریک کړي دي.
نوموړي وویل، په دې اړه نور ډېر ځکه نشي غږېدلی چې دا یوه حساسه موضوع ده.
افغان حکومت اسلام اباد ته د طالبانو د دغه سفر په هکله اندېښنه څرګنده کړې او دوی ته ورکړل شوی تود هرکلی يې د ډيپلوماتیکو اړیکو ضد کار بللی دی.
پرون پنجشنبه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالب پلاوي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ترمنځ د ملاقات عکسونه او ويډيوګانې خپرې کړې وې، چې پر خواله رسنیو يې غبرګونونه راپارولي وو.
په دغو خپرو شويو ويډيوګانو کې ترسترګو کېږي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي سره د پاکستان د استخباراتي شبکې ای ایس ای مشر ډګر جنرال فیض حمید هم له طالب استازیو سره په غېږ روغبړ کوي.
په کابل کې د ارګ ویاند صدیق صدیقي همدې روغبړونو ته پام سره یوې خبري غونډه کې دوی ته ورکړل شوی تود هرکلی د ډيپلوماتیکو اړیکو خلاف کار بللی و.